د لاس رسي وړ اتصالات

له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو سفر وځنډول شو


د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډي په تم ځای کې په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او له ۶۰ زيات ژوبل شول چې زياتره يې د پاکستان امنيتي سرتېري وو.
د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډي په تم ځای کې په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او له ۶۰ زيات ژوبل شول چې زياتره يې د پاکستان امنيتي سرتېري وو.

د پاکستان د اورګاډي ادارې د نومبر پر ۱۰ (لړم ۲۰) د امنيتي اندېښنو له امله د بلوچستان د ایالت د مرکز کوټې ښار څخه د دغه هېواد نورو برخو ته د اورګاډو سفر د څلورو ورځو لپاره د ځنډولو اعلان کړی دی.

په عين حال کې د بلوچستان ايالتي حکومت د کوټې د اورګاډو په تم ځای کې د ځانمرګي بريد په غبرګون کې د نومبر له ۱۱ (لړم ۲۱) څخه د درو ورځو لپاره د ماتم لمانځلو اعلان کړی دی او ويلي يې دي چې پر دې مهال به پر حکومتي ودانيو او دفترونو د پاکستان ملي بیرغ نيم ځوړند وي.

د نومبر پر نهمه (لړم ۱۹) سهار د کوټې د اورګاډي په تم ځای کې په يو ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او له ۶۰ زيات ژوبل شول چې زياتره يې د پاکستان امنيتي سرتېري وو.

د دغه بريد مسوليت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې، بلوچ ليبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلی او د نومبر پر نهمه يې رسنيو ته په استول شوي بيان کې ويلي وو چې د ځانمرګي بريد هدف يې د پاکستان پوځيان وو.

د پاکستان د اورګاډي ادارې اجراييه رئیس عامر علي بلوڅ په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې د اورګاډو د خدماتو ځنډول یو احتیاطي اقدام دی چې د ناامنۍ تر وروستۍ پېښې وروسته د مساپرو خوندیتوب لپاره ترسره شوی دی.

هغه زیاته کړه: "له کوټې څخه د اورګاډو عملیات به د اړونده امنيتي چارواکو لخوا د امنيتي تائید ترلاسه کولو وروسته بیا پیل شي."

د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير او د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوی د اورګاډي په تم ځای کې د وژل شويو پوځيانو په جنازه کې د ګډون لپاره کوټې ته تللي وو.

محسن نقوي د نومبر پر نهمه (لړم ۱۹) په کوټه کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په دې وروستيو کې یې څلور، پنځه ځانمرګي بریدګر خپل هدف ته تر رسېدو مخکې نيولي دي. نوموړي زياته کړه چې په بلوچستان کې يې د امنيت ښه کولو لپاره ګڼ تدابیر په پام کې دي چې يو پکې هلته موجود سرحدي ځواکونه لا نور قوي کول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG