د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت په پښتون مېشتې ژوب ولسوالۍ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې د ۱۵ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې د ډسمبر پر ۱۰ (ليندۍ ۲۰) يې د ژوب په سمبازه سيمه کې د عملياتو پر مهال ۱۵ وسله وال ووژل خو په وينا يې چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې يو پاکستانی پوځي هم ووژل شو.
د پاکستان پوځ په خپل بيان کې ټول وژل شوي مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د ادعا تصديق نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې د ژوب په ګډون د بلوچستان په ځينو نورو سيمو کې ځايي مشرانو د ناامنۍ پرضد جرګې کړې دي. هغوی د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو نيوکې کړي او تور يې پورې کړی دی چې د يوه منظم پلان له مخې د سيمې د امنیت د خرابولو هڅې کېږي.
بلخوا حکومت او پوځ په وار وار ويلي دي چې هغوی امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف يې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه