د پاکستان پوځ په تیرو دوو ورځو کې د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د ۲۲ وسلوالو د وژنې پر ادعا سربېره د شپږو پوځيانو د وژلو خبر هم ورکړی دی.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډسمبر پر اوومه ( لیندۍ ۱۷) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې نهه مشکوک وسله وال ووژل او شپر نور يې ژوبل کړل.
پوځ زياتوي چې پر دې سربېره يې په شمالي وزيرستان کې یې هم ۱۰ مشکوک وسله وال ووژل.
په بيان کې راغلي دي چې د ډسمبر پر اوومه د هنګو ولسوالۍ په ټل سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر امنيتي پوسته بريد پر شا وتمبول شو او درې وسله وال ووژل شول خو په وينا يې چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې شپږ پاکستاني پوځيان هم ووژل شول.
د پاکستان پوځ په خپل بيان کې ټول وژل شوي مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د ادعا تصديق نه دی کړی.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعاوې کوي.
له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ولسواليو کې وسله وال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې سیمه ییزو اوسیدونکو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه