د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام اباد کې يو جرمنی دپلومات په خپل کور کې مړ موندل شوی


ددغه جرمني دپلومات مړی د اسلام اباد په سفارتي ساحه کې په يو اپارتمان کې د کلک امنيت له امله سره ساحه بلل کېږي موندل شوی دی.
ددغه جرمني دپلومات مړی د اسلام اباد په سفارتي ساحه کې په يو اپارتمان کې د کلک امنيت له امله سره ساحه بلل کېږي موندل شوی دی.

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د جرمني د سفارت دوهم سېکرتر تامس جورګن د جنورۍ پر شپږمه (مرغومي ۱۷) په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

هغه د اسلام اباد په سفارتي ساحه کې په يو اپارتمان کې استوګن و او دغه سيمه د کلک امنيت له امله سره ساحه بلل کېږي.

پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې د جرمني سفارت دوی ته وويل چې تامس جورګن له دوو ورځو راهيسې دندې ته نه و تللی او همکاران يې د هغه د غير حاضرۍ له امله اندېښمن وو او کله چې د هغه په لټون پسې اپارتمان ته ورغلل نو هلته يي د نوموړي مړی وموند.

د جرمني سفارت چارواکو د پېښې خبر ځايي پوليسو ته ورکړ او هغوی د جورګن مړی د عدلي طب د معاینې لپاره روغتون ته استولی دی.

پولیسو ویلي دي چې د مړینې لامل لا نه دی معلوم او په روغتون کې به د مړي د جسد د معاينې تر راپور وروسته معلومه شي چې د دغه جرمني دپلومات د مرګ لامل څه وو.

پوليسو زياته کړې ده چې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت له دې پېښې خبر دی او د دپلومات د مړینې د څرنګوالي په اړه نورې پلټنې روانې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG