د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا صدراعظم د ګمرکي تعرفو په هکله ټرمپ سره د خبرو لپاره امریکا ته راغلی


د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو جمعه نومبر ۲۹ ( لیندۍ ۹) پداسې حال کې د متحده ایالاتو د فلوریډا په ایالت کې د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره د ملاقات لپاره تللی چې ټرمپ خبردرای ورکړی پخپل ګاونډي هیواد کاناډا به ګمرکي تعرفي ډیروي.

سره لدې چې پخپله د کاناډا د صدراعظم دفتر او د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ استازو په سمدستي توګه دا ملاقات ندی تائید کړی خو په کاناډا او امریکا کې مطبوعاتو د دې ملاقات خبر ورکړی چې د فلوریډا په ایالت کې د ټرمپ په شخصي استوګنځي – مارالاګو – کې به وشي.

په کاناډا کې یوې ورځپاڼې د دوو حکومتي سرچنیو له خولې چې نومونه یې په راپور کې ندي ذکر شوي لیکلي چې جسټن ټروډو د فلوریډا ایالت ته ټرمپ سره د لیدو کاتو لپاره تللی او د امریکا سي ان ان تلویزیوني شبکې بیا ویلي چې ټرمپ او ټروډو به په سیمه ایز وخت جمعه په مارالاګو کې د ماسخوتن ډوډۍ په ګډه وخوري.

د امریکا منتخب جمهور رئیس د همدې تیرې دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د خپلو دواړو ګاونډیانو – مکسیکو او کاناډا- په وارداتو به ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفي ولګوي.

ټرمپ ویلي و دا ګمرکې تعرفي ځکه لګوي چې دا هیوادنه متحده ایالاتو ته د مخدره موادو په ځانګړي توګه فینټنایل او کډوالو مخنیوي لپاره اقدامات نکوي.

د کاناډا او مکسیکو تر منځ ټرمپ د چین په مالونو هم د ګمرکي تعرفي د ډیروالي خبره کړې او د دې درې واړو هیوادونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ دا اقدام به د ټولو هیوادونو اقتصاد اغیزمن کړي، د انفلاسیون سبب به شي او د کار روګار مارکیټ به هم زیانمن کړي.

د کاناډا مشر داسې مهال متحده ایالاتو ته ټرمپ سره د خبرو لپاره راځي چې هغه د همدې روانې اوونۍ په سر کې ژمنه کړې وه د دې اقدام په مقابل کې به دریږي او د خپل هیواد د ټولو لسو ولایتونو د حکومتي مشرانو څخه یې غوښتي و چې د امریکا سره د اړیکو په هکله د خبرو لپاره دې غونډ شي.

کاناډا په نړۍ کې د تیلو تولید له مخې څلورم او په طبیعي ګازو کې شپږم ستر هیواد دی چې هره ورځ ترې ۴ میلیون خام تیل متحده ایالاتو ته صادریږي.

دوه سرچینې چې د ټرمپ پلان په هکله خبر دي، وایي چې د ګمرکي تعرفو په ډیروالي کې د کاناډا د تیلو واردات هم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG