د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: افغانستان کې د افراطي ډلو ځای پر ځای کېدو مسکو د سرحدونو د امنیت ټینګولو ته اړ کړی


د روسیې د دفاع وزیر اندرې بلوسوف
د روسیې د دفاع وزیر اندرې بلوسوف

د روسیې د دفاع وزیر اندرې بلوسوف ویلي چې په افغانستان کې افراطي ډلې ځای پر ځای شوي او له کبله یې مسکو اړ شوی چې له تاجیکستان سره ددغه هېواد د ګډې پولې د امنیت د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د ثبات لپاره نور ګامونه پورته کړي.

بلوسوف د جمعې په ورځ می ۳۱ (غبرګولي ۱۱) د قزاقستان په الماتې ښار کې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د افراطي ډلو او ترهګرۍ د خپریدو خطر مخ په زیاتېدو دی.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور په اساس، بلوسوف وویل: " په منځنۍ اسیا کې د افغانستان وضعیت لا هم د بې ثباتۍ اصلي سرچینه بلل کېږي. ګڼ شمیر افراطي ډلو هلته پناه ځای موندلی او په ګاونډیو هېوادونو کې یې د خپلو افکارو د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي."

بلوسوف خبرداری ورکړی چې روان وضعیت، "پرله پسې څارنې او چټکو اقداماتو ته اړتیا لري چې هدف یې د سیمه ایز ثبات ډاډمن کول دي." هغه یادونه وکړه چې "په دې کې په ځانګړې توګه د تاجیکستان او افغان د پولې د پیاوړتیا هڅې شاملې دي."

اندرې بلوسوف تازه د روسیې د دفاع د وزیر په توګه کار پيل کړی. نوموړی پخوا د روسیې د صدراعظم لومړی مرستیال و. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ددې میاشتې په پیل کې د پنځم ځل ولسمشر ټاکل کېدو وروسته، د دفاع پخوانی وزیر سرګې شویګو له دندې لیرې کړ او پر ځای یې بلوسوفو وټاکه.

بلوسوفو په داسې حال کې په افغانستان کې د افراطي ډلو د ځای په ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی چې اسلام اباد له ډیرې مودې راهیسې ادعا کوي چې د "تحریک طالبان پاکستان" وسله واله ډله په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه په لاره اچوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د روان میلادي کال په پیل کې په خپل یو راپور کې وویل چې طالبان له القاعده سره نژدې روابط لري، د دې ډلې ځينې لوړ پوړي مشران په افغانستان کې دي، "القاعده په افغانستان کې اته نوي تعلیمي مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې د غزني، لغمان، پروان او ارزګان په ولایتونو کې" او دا ډله په پنجشیر کې د وسلو یو ډیپو هم لري.

د طالبانو حکومت د روسي مقاماتو وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي وو چې د هیڅ هېواد په خلاف د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د بلوسوفو د وروستیو څرګندونو سره سره، روسیه د ګوتو په شمار هېوادونو په کتار کې ده چې د طالبانو له حکومت سره منظمې اړیکې پالي او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی ساتلی دی. په دې برسېره، په مسکو کې د افغانستان سفارت فعال دی چې د طالبانو د حکومت له لورې ګمارل شوی شارژدافیر یې سرپرستي کوي.

مسکو د دوشنبې په ورځ (می ۲۷) وویل چې د ترهګرو ډلو له تور لیست څخه د طالبانو د نوم په ایستلو غور کوي او په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو وړاندیز د تائید لپاره پوتین ته وړاندې شوی دی.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، چې طالبان په افغانستان کې "اصلي ځواک" دی او د هغه په وینا د روسیې له خوا د منع شویو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم احتمالي لرې کول د "عیني واقعیت" څرګندونکی دی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو راهیسې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ هېواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. نړیوالې ټولنې او د روسیې او چین په شمول د سیمې هېوادونو د طالبانو سره د هر ډول رسمي تعامل لپاره د ترهګرو ډلو سره د اړیکو په نه لرلو، بشري حقونو ته په درناوي او یو ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG