د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځينې مېشت افغان کډوال ادعا کوي، چې هغوی د اوسېدو د اجازتنامې اخیستو لپاره د ښار د انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) دفتر ته ورځي، خو پوليس یې د نیولو هڅه کوي.
يوې افغان کډوالې نسرين د جنورۍ په لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) په يو وټساپ ګروپ کې په خپاره کړي غږيز پيغام کې ادعا وکړه چې د اجازتنامې اخیستو لپاره ورغلې وه، خو پولیسو هڅه وکړه چې ویې نیسي.
نوموړې ویلي دي: "هلته يوشمېر نور افغانان هم راغلي وو چې د اړي ګړي له امله له يوې کورنۍ څخه ماشوم هم ورک شو. دوی ټول په عذاب شول او اجازتنامه يې هم ترلاسه نه کړه."
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي تېرکال په نومبر کې وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې به افغان کډوالو ته په اسلام اباد کې له اجازتنامې پرته د اوسېدو اجازه نه وي.
په دغه ښار کې یو بل مېشت يو افغان کډوال محمد فهيم امريکا غږ اشنا ته وويل چې هغوی هلته د خپلو ماشومانو د نفقې لپاره خواري مزدوري کوي، خو پوليس ورته سرخوږی جوړوي.
نوموړي ادعا وکړه چې "تېره مياشت د پاکستان د پوليسو له خوا په سلګونه افغان کډوال نيول شوي وو چې وروسته ځينې کسان د پوليسو له خوا د پيسو په بدل کې را خلاص کړل شول خو ځينې لا اوس هم د پيسو د نشتوالي له امله په جېلونو کې بنديان دي او د وکيل او ضمانت وس" نه لري.
دغلته یو بل افغان کډوال رحيم الله امريکا غږ اشنا ته وويل چې څو ورځې وړاندې يې پوليس کورونو ته ورغلي وو او د دوی له مېرمنو څخه يې مهاجر کارډونه اخيستي وو او ورته ويلي يې وو چې نارينه دي يې د پولیسو حوزې ته ورشي.
نوموړي وویل: "د احتجاج مياشت پوره شوه خو پر موږ اوس هم پوليس چاپې وهي. د کور او پردې تقدس ته نه ګوري او زموږ له مېرمنو يې زموږ کارډونه په زور وړي دي چې د ګولړې په پوليس تاڼه کې پراته دي. پوليس يې ځکه نه راکوي چې موږ به ورځو، نو دوی به مو نيسي او بيا به د پيسو په بدل کې اسناد راکوي."
د رحيم الله په وينا په دې سخت ژمي کې چې ماخوستن مهال د پوليسو موټر د دوی د کورونو پر خوا ورشي، نو نارينه او ماشومان يې له کورونو څخه ووځي او په پټيو او نژدې کښتونو کې شپه تېره کړي.
تر دې دمه په اسلام اباد کې پولیس چارواکو د افغان کډوالو د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي. خو د اسلام اباد د پوليسو وياند شريف الله خان رسنيو ته ويلي دي چې تر اوسه افغانانو ته په پلازمېنه کې د استوګنې د اجازتنامې ورکولو پروسه نه ده پيل شوې. نوموړي زياته کړه چې پوليس يوازې هغه افغان کډوال نيسي چې ويزې او د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
په اسلام اباد کې د افغان خبريالانو د اتحاديې مشر محمود کوچی وايي چې د اجازتنامو د وېش پروسه لا نه ده پيل شوې خو افغانان له وېرې د ډپټي کميشنر دفتر ته ورځي، يا ځينې کميشنکاران يې د پيسو لاس ته راوړلو لپاره د اجازتنامو اخيستلو ته هڅوي.
نوموړي د جنورۍ په لومړۍ نېټه له رسنيو سره د خبرو پر مهال زياته کړه: "د پاکستان حکومت تر اوسه د افغانانو لپاره د اجازتنامو طرزالعمل او لايحه نه ده جوړه کړې، خو افغانان بېچاره ګان د وارخطايۍ او بېوسۍ نه هر دفتر ته ورځي چې خپل مشکل حل کړي. نو هغه افغانان چې ويزې او قانوني اسناد يې درلودل، پوليسو هغوی راخوشې کړل، او هغه نور يې بنديان کړل."
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټی ای) پلويانو د خپل مشر او د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د تېرکال د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴) احتجاج پيل کړ او اسلام اباد ته داخل شول.
هلته پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی یې وشړل. پاکستاني مقامات ادعا کوي چې په دغه احتجاج کې یې لسګونه افغانان هم نیولي دي.
له دغې پېښې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو: "د ډسمبر تر ۳۱ (مرغومي ۱۱) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د ډسمبر تر ۳۱ وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي."
تر دې دمه د پاکستان د کورنيو چارو وزير او نورو امنيتي او انتظامي چارواکو د افغانانو لپاره د اجازتنامې اخيستو تفصيل او لايحه شريکه کړې نه ده.
په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفارت د پاکستان د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغه اقدام غندنه کړې ده. دغه سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې له افغانانو سره دې تبعیضي چلند نه کېږي.
بلخوا په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري (يو ان اچ سي ار) ويلي دي چې دا موضوع څاري او په اسلام اباد کې يې د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بیان په اړه یې لا تراوسه کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.
تر دې وړاندې، په پاکستان کې د يو ان اچ سي ار مطبوعاتي دفتر د نومبر پر ۲۸ (ليندۍ ۸) رسنيو ته په استول شوي بيان کې پر دغه هېواد غږ کړی و چې "د پناه غوښتونکو خوندیتوب" ته دې دوام ورکړي.
بيان زياته کړې وه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو غوڅ اکثريت "قانون مراعتوونکي" دي، چې وضعیت ته یې باید له "بشر دوستانه" نظره وکتل شي.
فورم \ دبحث خونه