رضا رهنورد او د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې میشت ګڼ نورافغان کډوال د حکومت له لورې د دسمبر ۳۱مې نیټې د ټاکل شوي مهلت پوره کېدو ته سخت اندېښمن دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر په پای کې اعلان وکړ چې د دسمبر له ۳۱مې وروسته هېڅ افغان وګړی نه شي کولای له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې واوسي.
هغه دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند زرګونو پلويانو د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې وکړې او د اسلام اباد د پولیسو مشرتابه ادعا وکړه چې په دغو مظاهرو کې ګډون کوونکي لسګونه افغانان نیول شوي دي.
رهنورد چې د دوو کلونو راهيسي په اسلام اباد کې ژوند کوي، وايي د اوسېدنې د اجازتنامې (این او سي) لپاره يې د اسلام اباد د کمېشنرۍ دفتر ته مراجعه کړې ده.
هغه امریکا غږ ته وویل: "د داخله وزارت اعلان سره موږ اندېښمن یو. مخکې هم د دا ډول پرېکړو سره افغانان نیول شوي او شړل شوي. اوس هم د این او سي په تړاو اعلانونو موږ اندېښمن کړي يو. ویل کیږي چې د این او سي لپاره باید ویزه، پاسپورټ او د کور خط و اوسي خو تاسو پوهیږئ چې ډيری افغانان ویزې نه لري یا يې د ویزه موده پای ته رسیدلې ده."
د اسلام اباد د کمیشنرۍ د مرستیالۍ (ډي سي) دفتر ویلي چې لا هم افغانانو ته په دغه ښار کې د اوسېدو د ځانګړې اجازتنامې د ورکولو د پروسې لپاره کار ندی شوی. خو دغه دفتر د افغان کډوالو نیول کیدل تائید کړي دي.
په اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغانان وايي د ځانګړې اجازتنامې په اړه د معلوماتو نشتوالي او ناڅرګند حالت اندېښمن کړي دي.
افغانې کډوالې صميمه امیري وویل: "د این او سي په اړه هیڅ نه پوهیږم چې څرنګه یې واخلو او د کوم ځای څخه یې واخلو. موږ خو د ویزې مسئلې سره هم مخ يو. ویزه ګرانه ده، موږ د بې برخلیکه ژوند سره مخ یو نه پوهېږو چې څه به کېږي."
صمیمه وايي، د پولیسو له ويرې د نیول کېدو له ویرې يې په پارکونو او سړکونو ورځې شپې تيرې کړي دي.
هغې امریکا غږ ته وویل: "څو ځلې پولیس زموږ کورونو ته راغلي چې موږ دې ته اړ شوي یو چې خپل کورونه پرېږدو او په پارکونو کې شپې سبا کړو. دوی زموږ بلاکونو ته راځي بیا موږ کوڅه په کوڅه ګرځو. نړیواله ټولنه هم زموږ مرسته نه کوي."
دغه افغان کډوال په داسې حال کې د دسمبر ٣١مې د مهلت پوره کېدو ته اندېښمن دي چې وايي، لا له وړاندې د ویزو د تمدیدۍ ستونزو او پولیسو له ځورونو سره مخ دي.
کډوال محمد کاظم افشار امریکا غږ ته وویل: "له بده مرغه کډوالي ستونزې لري او په دې ورستیو کې موږ د پولیسو له لوري د ستونزو سره مخ یو. د این او سي په تړاو موضوع روښانه هم نده چې څرنګه به دا ترلاسه کړو. دا افغانان چې دلته دي د ګڼو ستونزو سره مخ یو. هره میاشت کې د ویزو تمدیدي هم ستونزه ده او بیا این او سي هم لویه مسئله ده."
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د بیان په اړه دغې ادارې کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.
ددغې ادارې ویاند قیصر اپریدي امریکا غږ ته وویل: "موږ له حکومت سره اړیکه لرو چې څرنګه او چا څخه به دا اجازتنامه اخیستل کیږي. خو البته د افغانانو څخه هم غواړو چې داسې مظاهرو کې برخه وانخلي او د دې ترڅنګ له حکومته غواړم چې حکومت هغه افغانان چې د منفي سرګرميو کې لاس لري د هغو پر وړاندې اقدام وکړي نه د ټولو بدنامولو لپاره."
په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي، د لیندۍ په لسمه په یوه اعلامیه کې په اسلام اباد کې په لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه د پاکستاني چارواکو په څرګندونو اندیښنه وښودله او ویې ویل چې دا څرګندونې کیدای شي د افغان کډوالو د ځورونې د یو نوي پړاو د پیل سبب شي.
فورم \ دبحث خونه