د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو پلان نه دی ځنډول شوی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو دایستلو لومړی پړاو لا هم روان دی چې په ترڅ کې یې زرګونه افغان کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو دایستلو لومړی پړاو لا هم روان دی چې په ترڅ کې یې زرګونه افغان کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي.

د پاکستان د بهرنیو وزارت وايي چې په دغه هیواد کې د میشتو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو پلان د ځنډیدلو پریکړه نه شوې او کابینې یوازې د "پي او ار" په نوم دمخه د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسیدانې موده د یو بل کال لپاره غځولې ده.

ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱(چنګاښ ۲۱) اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو دایستلو لومړی پړاو لا هم روان دی او په ترڅ کې یې په زیات شمیر کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.

میرمن بلوڅ وویل: "لکه څنګه چې ما مخکې وویل پاکستان د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د پلان د ځنډیدلو او یا هم د دغه پلان د نه پلي کیدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته هیڅ داسې اشاره نه ده رسولې. دا چې د کډوالو عالي کمیشنرۍ په کوم اساس اعلامیه خپره کړې ممکنه ده چې ددغې ادارې د ویاند څخه یې پوښتنه وشي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ پاکستان ته ددغې کمیشنرۍ د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندې درې ورځینی سفر پای کې د سه شنبې په ورځ جولاۍ نهم (چنګاښ ۱۹) وویل چې اسلام اباد د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د جبري ستنیدلو بهیر د بشر دوستانه دلایلو له مخې وځنډوه.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې ښاغلي ګراندې له پاکستان څخه د بهرنیو کډوالو د شړلو د بهیر د ځنډولو له امله چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه اوسیږي مننه کړې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو پلان د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر ددغه هیواد د قوانینو او په ځانګړي ډول د مهاجرت د قانون په اساس عملي کوي.

میرمن بلوڅ وویل: "پاکستان کې په دې اړه قوانین ډیر روښانه دي. دغسې افراد [قانوني اسنادو نلرونکي بهري وګړي] کیدای شي د جریمې سره مخ شي، کیدای شي هغوی بندیان شي او کیدای شي هغوی وشړل شي د هغوی د ځانګړو دوسیو پر اساس".

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خبریالانو ته وویل چې د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د ایستلود دوېیم پړاو په تړاو تراوسه کومه پریکړه نه ده شوې. پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې ددغه هیواد امنیتي دادارې به د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو لټون او ددغه هیواد څخه ایستلو لړۍ ته دوام ورکړي.

میرمن بلوڅ وویل: "د هغو کسانو په اړه چې د "پي او ار" کارتونه لري کابینې د هغوی د اوسیدانې د مودې د غځلولو یوه پریکړه کړې، ځکه چې ددغسې کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې اعتبار د جون د میاشتې په ۳۰ پاې ته رسیدلی وو. ددې لپاره چې ددغسې افرادو اوسیدانه قانوني بڼه واخلي اوپه کې اسانتیاوې راشي تر بلې پریکړې پورې د یو کال لپاره د اوسیدانې موده وغځوله".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات دغې چارواکې وویل چې اوس مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدانې ترڅنګ چې د کډوالو په توګه اوسیږي یو زیات شمیر افغان ګډوال د افغانستان د پیژندګلوئ کارتونه (اې سي سي) او د ثبت شویو افغان کډوالو د ( پي او ار) کارتونه لري.

د ملګرو ملتونو او پاکستاني چارواکو د وینا له مخې په پاکستان کې د میلیونونو افغان کډوالو له ډلې ۱.۳ میلیونه یې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي او شاوخوا ۹۰۰ زره نور د افغانستان پیژندګلوئ کارتونه لري.

پاتې نور د اوسیدلو قانوني اسناد نلري او یا هم هغوی چې درېیم هیواد کې د اوسیدانې لپاره په تمه دي د ویزو قانوني موده یې پاې ته رسیدلې ده.

پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبرپه لومړیو کې ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان وو یوه میاشت مهلت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د نومبر په اول د مهلت د نیټې د پوره کولو وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.
ملګرو ملتونو د جون د میاشتې په لسم په یو راپور کې ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۱۵ څخه د همدې کال ترپایه نږدې ۴۹۲ زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له پیل څخه د جون د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ۱۲۷ زره نور افغان کډوال هم له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.

د پاکستان او د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ستنولو د پروګرام د پیل څخه تراوسه ۶۰۰ زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا هم افغانستان ته شړل شوي دي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG