د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په تیرو نهو میاشتو کې د بهرنیو هیوادونو څخه په ځانګړي ډول د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته شاوخوا یو میلیون افغان کډوالو د ستنیدلو خبر ورکړی او ویلي دي چې اکثریت یې له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ددغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ته په مرکه کې ویلي چې ددغو ستنو شویو کډوالو شاوخوا ۹۰۰ زره یې له ایران څخه په جبري او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ویلي: " شاوخوا یو میلیون افغانانو په تیرو نهو میاشتو کې د حمل د میاشتې څخه د قوس د میاشتې ترپایه افغانستان ته راغلي دي چې په دې کې شاوخوا ۹۳۰۰۰ له پاکستان څخه، ۱۷۰۰۰ له ترکیې څخه او داسې نور له ایران هیواد څخه په اجباري او خپله خوښه راستانه شوي دي."
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند ویلي چې ددغو ټولو ستنو شویو افغان کډوالو یوازې ۴۷ زره او ۷۰۰ کسانو ته د ستنیدلو وروسته په افغانستان کې د کار زمینه برابره شوې ده.
مللګري ملتونه وايي چې اکثره دغه ستنیدونکي کډوال په داسې حال کې خپلو سیمو ته ستنیږي، چې هغوی د بیکارۍ او اقتصادي ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یو راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې پورې ۲.۲ میلیونه افغانان د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ددغه راپور له مخې په دغه موده کې څه باندې ۷۳۴ زره کسان له پاکستان څخه او پاتې نور له ایران څخه خپل هیواد ته سشتانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)، د ډسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۳۰) په یو راپور کې ویلي چې د سپټمبر د میاشتې راهیسې یو ځل بیا له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ددغې کمیشنرۍ د افغانستان د دفتر مشرې کارلوین ګلوک د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي ویډیوي پیغام کې ویلي چې هر اونۍ له ایران څخه په لسګونو زره کډوال افغانستان ته داخلیږي.
کارلوین ګلوک ویلي: "زه د افغانستان او ایران ترمنځ په یو سرحد کې ولاړه یم. تیرکال په سلګونو زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. اکثره ستنیدونکي د یو این ایچ سي ار د سلامشورې پر خلاف په جبري ډول ستانه کړای شوي دي. په تهران کې ایراني مقاماتو ویلي چې پلان لري چې د را روان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې دوه میلیونه د قانوني اسنادو نلرونکي بهرني وګړي له دغه هیواد څخه ستانه کړي".
ددې دمخه ایراني چارواکو ویلي و چې په پام کې لري چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه له دغه هیواد څخه تر دوو میلیونو پورې د قانوني راسنادو نلرونکي بهرني وګړي له هیواد څخه وشړي. ایراني رسنیو د راپور له مخې په ایران کې د میشتو بهرنیو وګړو تر ۹۰ فیصدو پورې افغانان دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي: "سږکال د آی او ایم د غبرګون ټیمونو ایران او پاکستان سره په څلورو سرحدي بندرونو کې وطن ته ۱.۲ میلیونو د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوالو ستنیدل او هم د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۰۰ زره کسانو ستنیدل ثبت کړي دي
دغه سازمان ویلي چې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات د قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر ۶۶ فیصده یې له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د لسیزو جګړو د اغیزو سره مخ شوي میلیونه افغانان د یوې سختې پریکړې سره مخ دي، چې د ښه اقتصادي فرصتونو، ثبات او خوندیتوب په لټه کې دننه په هیواد کې له خپلو سیمو څخه بې ځایه شي او که بهر ته کډه وکړي.
افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې شاوخوا اته میلیونه وګړي یې په بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو کې او شاوخوا شپږ میلیونه نور په کوردننه له خپلو سیمو څخه بهر په نورو سیمو کې اوسیږي.
فورم \ دبحث خونه