نن جمعه ډسمبر درېیمه (مرغومې۱۴) د زمبابوې او افغانستان ترمنځ د ټست د دویمې لوبې دویمه ورځ ده. ټول افغان لوبغاړي په لومړۍ ورځ وسوځېدل.
له زمبابوې سره په دغې دویمې پنځه ورځنۍ لوبې کې راشد خان هم شته او همدغه راز دریو نورو افغان لوبغاړو ته په لومړي ځل د ټست لوبې فرصت ورکړل شوی دی.
عصمت عالم د افغانستان په داخلي سیالیو کې ښه ځلېدلی و، دی توپ وهنه هم کولای شي او توپ اچوونه هم. دا یې لومړی ځل دی چې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې لوبېږي.
عصمت عالم، چې په داخلي څلور ورځنیو سیالیو غبرګې سلیزې کړې وې، د افغانستان لپاره یې په خپلې لومړۍ نړیوالې ټست لوبې کې په صفر وسوځېده.
ریاض حسن او فرید ملک دوه نور هغه لوبغاړي دي چې تر دې دمه یې لا کومه ټست لوبه نه وه کړې، خو د افغانستان لپاره یې نورې نړیوالې لوبې کړې دي.
ریاض حسن توپ وهونکی او فرید ملک توپ اچوونکی دي.
د دویمې ټست لوبې په لومړۍ ورځ د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۵۷ منډو وسوځېدل، زمبابوې په لومړۍ ورځ شپږ منډې وکړې او نن به دویمه ورځ پیلوي، لا یې کوم لوبغاړی اوټ نه دی.
په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۲۵ منډې راشد خان وکړي. راشد خان له ډېر ځنډ وروسته بیا د ټست سیالیو ته را ستون شوی دی.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ټست لوبه مساوي شوه او دوو افغان لوبغاړو رحمت شاه او حشمت الله شهیدي غبرګې سلیزې وکړې، چې دا د افغانستان د کرکت په تاریخ کې د خپل ډول نوی ریکارډ دی.
افغانستان تر ټست سیالیو مخکې له زمبابوې څخه د یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ وګټلې.
فورم \ دبحث خونه