د لاس رسي وړ اتصالات

 
سږکال افغانستان کې '۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید' شوې

سږکال افغانستان کې '۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید' شوې


د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانه له افغانستان څخه بهر ته صادرې شوې دي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې تېر کال د ۲۷۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانه له افغانستان څخه بهر ته صادرې شوې دي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دغه هیواد کې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې د تیرکال پرتله د پنبې په حاصلاتو کې د ۳۰ فیصده زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي دي چې ۱۵۹ زره ټنه پنبه تولید شوې چې ۸۰ زره ټنه یې یوازې د هلمند په ولایت کې ده.

ددغې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع د دوشنبې په ورځ فبرورۍ لسم( سلواغې ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې سږکال د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې پر ۱۰۵ زره هکتاره ځمکه باندې د پنبې فصل کرل شوی وو.

هغه ویلي چې ترټولو زیاته پنبه د هلمند او بلخ، ګندهار، جوزجان او د ننګرهار په ولایتونو کې او ترټولو کمه د کاپیسا په ولایت کې تولید شوې ده.

محمد حلیم رفیع ویلي: "د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده. د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی."

ددې سروې له مخې د هلمند په ولایت کې ۸۰ زره ټنه په بلخ ولایت کې څه باندې ۳۴ زره ټنه، کندهار ولایت کې ۱۱ زره ټنه، جوزجان ولایت کې نږدې ۱۱ زره ټنه او د ننګرهار په ولایت کې څه باندې ۵ زره ټنه پنبه تولید شوې ده.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دغه خبرپاڼه کې ویلي چې دا سروې یې د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره، چې د سټلایټ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو ارزونه او تعبیر په ‌کې شامليږي، په ۱۴۰۳ کال کې په لومړي ځل د پنبې تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړي دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پنبه کرل شوې وه.

د سټلایټ پر مټ د اخیستل شویو انځورونو د ارزونې پر اساس روان کال په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې وه، چې د تېر کال په پرتله تر کښت لاندې ساحو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې پنبه د افغانستان په مهمو صادارتې توکو کې څخه شمېرل کېږي چې یوازې تېر کال [۱۴۰۲] کې د ۲۷۳ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانې له دغه هېواد څخه بهر ته صادرې شوې دي.

په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هلمند په ولایت کې د پنبې په کښت او تولید کې دا زیاتوالې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا په دغه هیواد کې د کوکنارو پر کښت باندې د بندیز د لګولو وروسته راغلی دی.

هلمند کې په تیرو کلنو کې تر ټولو زیات کوکنار کرل کیدل. د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې پرته له دې چې بزګرانو ته د بدلیل معشیت امکانات برابر کړي په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت باندې بندیز ولګاوه.

ملګرو ملتونو د نشه یي توکو جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر۲۷(لیندۍ اووم) په یو راپور کې ویلي چې په افغاسنتان کې په تیر ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوی، چې ورسره د ۲۰۲۳ کال په پرتله د اپینو تولید کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

همداشان دغې ادارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه په یو راپور کې چې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر شپږم (لړم ۱۶) خپور شوی ویلي وو چې په دغه هیواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د۲۰۲۳ کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

دغه دفتر ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو. ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG