د لاس رسي وړ اتصالات

 
د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یوازینې کښت د هېنجې دی چې ډېره ګټه لري – د بلخ کروندګر

د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یوازینې کښت د هېنجې دی چې ډېره ګټه لري – د بلخ کروندګر


د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یوازینې کښت د هېنجې دی چې ډېره ګټه لري – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې د بندیز وروسته په بلخ ولایت کې زیات شمېر هغو کروندګرو چې کوکنار به یې کرل،‌ د سبزيو او غله جاتو کرلو ته مخه کړې ده. خو یو شمېر یې وايي چې له تېرو دوه کالو راهیسې په پرلپسې توګه یې په دغه کښتونو کې تاوانونه کړي دي.

د کروندګرو په وینا له کوکنارو وروسته هېنجه یوازینی هغه کښت دی، چې ګټه یې له کوکنارو ډېره ده.

د بلخ ولایت و بلخ ولسوالۍ یو کروندګر حفیظ الله چې اوس د هېنجې په کرلو بوخت دی وايي، چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یې بادرنګ او پنبه کرله، خو دوه کاله یې په کې زیات تاوان وکړ، نو ځکه یې اوس هېنجه کرلې ده.

دغه کروندګر وايي له نورو کښتونه په اوس وخت کې خپل کړي لګښتونه هم لاسته راوړلی نه شي.

د هغه په وینا هېنجه د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل کېدلای شي. دغه کروندګر زیاتوي چې دولت دې د کوکنارو په بدیل کې کروندګرو سره د هېنجې په کرلو کې مرسته وکړي.

څه باندې درې کاله مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې د بندیز وروسته، په بلخ ولایت کې د سبزیجاتو او غله جاتو کرکېله زیاته شوه، خو کروندګر خپلو حاصلاتو ته د سړو خونو او بهرنیو هېوادونو کې د بازار له نه شتون څخه شکایت کوي. له بلې خوا یو شمېر هغو کروندګرو چې د هېنجې کرلو ته یې مخه کړې ده، ددغه کښت له زیات حاصل او د خرڅلاو له ښه بازار خوښ دي.

XS
SM
MD
LG