د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې کروندګر وايي، چې د کرم د کرکیلې لګښت لوړ او بیه یې ټیټه ده


په بلخ کې کروندګر وايي، چې د کرم د کرکیلې لګښت لوړ او بیه یې ټیټه ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ یو شمېر هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې کرم کرلي‌ دي وايي، چې د کرم په کرلو یې زیات لګښتونه کړي دي خو بیې یې په بازار کې ټیټي دي او دوی یوازې خپل کړي لګښتونه پوره کوي.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ یو شمېر هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې کرم کرلي‌ دي وايي، چې د کرم په کرلو یې زیات لګښتونه کړي دي خو بیې یې په بازار کې ټیټي دي او دوی یوازې خپل کړي لګښتونه پوره کوي.

دغه کروندګر وايي سږ کال یې په کرمو کې ګټه نه ده کړې.

په دغه ولسوالۍ کې یو کروندګر نیک محمد چې په پنځلس جریبه ځمکه کې یې کرم کرلي دي،‌ وایې چې د کرمو حاصلات هر کال زیات وي،‌ خو سږ کال یې په بازار کې بیې ډېرې ټیټي دي.

د هغه په خبره حاصلات یې یوازې خپل کړي لګښتونه پوره کوي او نور ګټه ترې لاسته راوړلی نه شي.‌

هغه امریکا غږته وویل:‌«مونږ دلته پنځلس جریبه ځمکه کرم کرلي‌ دي. دوه لکه روپۍ مصرف پرې راغلی دی. ځمکې مو اجاره نیولي دي. اوس یې چې بازار ته وړو یو دانه به شپږ یا اووه روپۍ خرڅېږي، چې یوه روپۍ پرې کرایه او یوه روپۍ پرې کمېشن راځي.‌ موږ ته په کرم کې یوه یا دوه روپۍ پاتې کېږي».

دغه کروندګر وايي چې هر کال له یو جریب ځمکې تر درې زره ګله پورې کرم حاصل اخلي، خو دا چې به بازار کې د کرومو بیې ډېرې ټیټي شي، دوی له خپلو حاصلاتو ګټه نه شي ترلاسه کولای.

نیک محمد وايي، که چېرې په بازار کې د کرمو بیې لوړې شي، له یو جریب ځمکې تر څلوېښت زره افغانیو پورې حاصل هم اخیستلای شي.‌ خو سږ کال له یو جریب ځمکې ایله لس زره افغانۍ حاصل اخلي.

په بلخ کې سږ کال زیات شمېر هغو کروندګرو چې د ژمي سبزیجات لکه ګازرې، ګلپي، پالک او کرم یې کرلي دي؛ د خپلو حاصلات د خرڅلاو بازار له کموالي او په بازار کې له ټیټو بیو شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG