د لاس رسي وړ اتصالات

د ګازرو بیې ټیټي شوي، تېرو دوو کلونو کې  مو ګټه نه ده کړې – د بلخ کروندګر

د ګازرو بیې ټیټي شوي، تېرو دوو کلونو کې  مو ګټه نه ده کړې – د بلخ کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

د بلخ په ولسوالۍ کې د مزار – جوزجان پر لاره د ګازرو یو سیمه ییز بازار، چې هر کال شپږ میاشتې فعال وي او ورته د بلخ او نورو ولسوالیو څخه ګازرې د خرڅلاو لپاره راوړل کېږي، کروندګر او د ګازرو سوداګر وايي، چې له تېرو دوو کالو راهیسې د ګازرو خرڅلاو کم شوی دی.

دا کروندګر او سوداګر زیاتوي چې له ګازرو یوازې خپل کړي لګښتونه اخلي، خو دوه کال کېږي ګټه یې نه ده کړې.

په دغه بازار کې کروندګر خپلو حاصلاتو ته د معیاري شنو خونو او سوداګر بیا په بهرنیوهېوادونو کې د بازار د جوړولو غوښتنه کوي.

کروندګر عبدالباقي چې د ګازرو حاصلات یې د خرڅلاو لپاره راوړي دي وايي، چې په پنځوس جریبه ځمکه یې ګازرې کرلي دي.

هغه وايي د ګازرو حاصلات هر کال زیات وي،‌ خو په وینا یې چې له تېرو دوه کالو راهیسي په دغه بازار کې د ګازرو خرڅلاو کم شوی دی.

هغه امریکا غږ ته وویل:‌« ما پنځوس جریبه ځمکه کرلې ده. حاصلات ورکوي، خو بازار نشته ده. خرڅلاو مو کم دی. سړې خونې هم نشته دي. موږ له دولت نه غواړو چې موږ ته سړې خونې او بهرنیو ملکونو کې بازار جوړ کړي‌».

دغه کروندګر وايي، چې یوه بوجۍ ګازرې په ۱۵۰ افغانۍ خرڅوي او زیاتوي چې خپل کړي مصارف هم نه شي پوره کولای.

په بلخ ولسوالۍ کې هر کال په پراخه کچه ګازرې کرل کېږي، چې ددغې ولسوالۍ محمد ګل خان مومند څلور لارې ترڅنګ بازار ته خرڅلاو لپاره راوړل کېږي.‌ خو کروندګر ډېری وخت د بیو له ټیټوالي او شنو خونو له نشتوالي شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG