ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، محمد دین، چې په شل جریبه ځمکه یې کنځلې کرلې وې، وایي چې نباتي امراضو ټول کښت له منځه وړی. هغه وايي چې د سږني کال حاصلات هېڅ مزه نه لري او د درملو کیفیت هم خراب دی. نوموړی زیاتوي چې د شلو جریبو ځمکې حاصلات ښایي پنځوس منه هم و نه شي.
نوموړی وايي، چې دواپاشي یې کړې وه، خو د نباتي درملو خراب کیفیت کښتونو ته ګټه ونه کړه. په کندز کې ډېری کروندګر له دې ستونزې سره مخ دي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د نباتي امراضو د کنټرول لپاره دې با کیفیته درمل برابر کړي.