د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز کروندګر د نباتي درملو له لوړې بیې او خراب کیفیت څخه شکایت کوي


د کندز کروندګر د نباتي درملو له لوړې بیې او خراب کیفیت څخه شکایت کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د کندز ولایت د علي‌اباد ولسوالۍ کروندګر شکایت کوي چې د مني موسم په پیل کې، کله چې د ګلپیانو کرکېله کوي، د نباتي امراضو له کبله یې کښتونه زیانمنېږي. دوی وايي، چې په بازار کې د نباتي امراضو د مخنیوي درملو بیې لوړې او کیفیت یې ټيټ دی، چې له همدې امله ورته د ګلپي کښت په ګرانه بیه پرېوزي.

عبدالبشیر، چې په علي‌اباد ولسوالۍ کې یې په دوه جریبه ځمکه کې ګلپي کرلي، وایي چې په لوړه بیه درمل اخلي، خو اکثر یې د نباتي امراضو مخه نه شي نیولی. هغه وایي: "که د ګلپیانو بیې په بازار کې لوړې پاتې شي، موږ به ګټه وکړو، خو که ټیټې شوې، نو زموږ ټول لګښتونه به پوره نه شي."

د سبزیو ترڅنګ، د غلو دانو کروندګر هم په کندز ولایت کې د نباتي درملو د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي او وايي، چې د دې درملو د خرابوالي له کبله یې کښتونه له منځه ځي.

XS
SM
MD
LG