د لاس رسي وړ اتصالات

خواړه یا کور ګرمول؛ افغانان باید یو انتخاب وکړي - ډبلیو ایف پي


ډبلیو اف پي وایي، په افغانستان کې به سږکال ډیرې کورنۍ د تریخ ژمي سره مخ شي
ډبلیو اف پي وایي، په افغانستان کې به سږکال ډیرې کورنۍ د تریخ ژمي سره مخ شي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان په روان ژمي کې کورنۍ د یو سخت انتخاب سره مخ دي چې خپلې خونې ګرمې کړي او که خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.

دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ جنورۍ لسم (مرغومې ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې افغانستان کې د ناسم اقتصادي وضعیت له امله به سږکال ډیرې کورنۍ د تریخ ژمي سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "د ژمي په سخت موسم کې افغان کورنۍ دې ته اړ شوي چې د خپلو کورونو د ګرمولو او خپلو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو ترمنځ ترټولو سخت ناممکن انتخاب وکړي".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې یې د افغانستان لیرو پرتو سیمو په ګډون په خپلو لاریو کې ۳۵۰ زره ټنه خواړه انتقال کړي او مرستو ته ډیرو اړو کورنیو ته یې مرستې رسولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د اقتصادي ستونزو له امله ډیرو کورنیو د ژوندي پاتې کیدو د هڅو په لړ کې له وړاندې د خپلو کورنیو د اړتیا وړ توکي پلورلي دي. دا پروګرام وايي چې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو کمی نشته، خو خلک یې نشي اخیستلی.

دا پروګرام وايي: "د خوړو نړیوال پروګرام خلکو ته د بیړنیو خوراکي توکو د مرستو د چمتوکولو لپاره په افغانستان کې حضور لري، خو د یوې خوا د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي او د بلې خوا دا پروګرام د بودیجې د کمښت سره مخ دی".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د بل هروخت په پرتله اوس نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې خوړو ته د خلکو د اړتیاو د زیاتیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ملګروملتونو دغه پروګرام په تیر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله مرستو ته د اړو ۱۵ میلیونو افغانانو له ډلې د لسو میلیونو سره خپلې مرستې بندې کړې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ويلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د ټولو اړو افغانانو له ډلې شاوخوا ۷۳ فیصدو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.

اوچا د جنورۍ اتم (مرغومې ۱۸) په یو راپور کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو د اړتیاو او هغوی ته د مرستو د برابرولو د پلان جزئیات خپاره کړي او ویلي دي چې اوس مهال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۱۷.۳ میلیونو افغانانو ته په څو برخو کې مرستې برابرې شي. ملګروملتونو په روان کال کې افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی ګڼلی او ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونه یې لویې ستونزې یادې کړې.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان په تیرو ۳۰ کلونو کې ترټولو د سختې وچګالۍ سره مخ وو او ددغې وچکالۍ په درېیم کال کې دا ګواښونه لا زیات شوي دي.

طبیعي پیښې یو بل ګواښ دی چې په افغانستان کې یې د خلکو اړتیاوې په ځانګړي ډول هرات کې لا زیاتې کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې دغو پرله پسې زلزلو ۲۷۵ زره کسان زیانمن کړي دي چې په بیړني ډول سرپناه په ګډون بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د طبیعي پیښو د زیاتو پیښیدو په برخه کې څلورم هیواد دی او د اقلیم د بدلون د اغیزو څخه د اغیزمن شویو هیوادونو په ډله کې اتم هیواد دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG