د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده


د ملګروملتونو پرمختايي اداره وايي چې د هرات ولایت د تېرکال د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو لپاره ۲۵ میلیون ډالرو ته ضرورت لري.

دغې ادارې ویلی دي چې دا پیسې به تر ډیره ځپل شویو کورنیو ته د سرپناو په برابرولو، د اساسي زیربناو په بیارغونې، د اوبو د سیستم په بیارغونې، خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو او نورو اړوندو چارو باندې ولګول شي.

د ملګروملتونو پرمختايي ادارې په خپل ایکس کې په دې اړه لیکلي: "نهايي هدف نه یوازې بیا رغونه ده، بلکې په ټولنو کې د انعطاف رامنځ ته کیدو او د ښځو د ځواکمنیدو له لارې هغو کسانو ته چې په ناورین کې یې د عاید منابع او عاید له لاسه ورکړي د کاري فرصتونو رامنځ ته کول دي."

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د تېرکال د اکتوبر اووم (تلې ۱۵مه) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر یولسمه ( تلې ۱۹مه) او د اکتوبر۱۴ (تلې۲۲مه) هم په همدې کچه زلزلې وشوې.

د ملګروملتونو پرمختايي ادارې ویلي چې په دغو زلزلو کې ۲.۲ میلیون کسانو زیان لیدلی او له ۱۴۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او ۱۱ زره نور ټپیان شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې په دغو زلزلو کې ۸۴۲۹ کورونه ویجاړ شوي او۱۷۰۰۰ نورو کورونو ته یا زیات او یا هم کم زیان رسیدلی دی.

دغې ادارې د زلزله ځپلو کورنیو د ځینو غړو سره هم خبرې کړي دي. د رضیه ګل په نوم یوې میرمنې ویلي کله چې لومړۍ زلزله وشوه په زلزله کې د خاورو لاندې شویو د کورنۍ د غړو د ایستلوهڅه یې کوله چې بله زلزله وشوه او خلک یې مړه کړل. هغې وویل چې روغتون ته په لار یې په زلزله کې د کورنیو ځینو ټپي غړو ژوند له لاسه ورکړ.

رضیه ګل ویلي: " دا ځل دیوال زما پر پښو وغورځېده، زما د کورنۍ ۲۷ تنه مړه شول او مونږ هرڅه مو چې لرل له لاسه مو ورکړل."

اکثره زلزله ځپلو د ملګروملتونو دغې ادارې ته ویلي چې بیړنیو بشري مرستو په ځانګړي ډول سرپناو ته ډیره اړتیا لري. یو ۶۰ کلن شیراحمد ویلي چې ماشومان یې لا هم په ازاده فضا کې ورځې شپې تیروي او د خپلو ماشومانو لپاره سرپناه ته ډیره زیاته اړتیا لري، ځکه چې ژمی پیل شوی او هوا سړه شوې ده.

په هرات ولایت کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د اومې ورځې د زلزلې وروسته په دغه ولایت کې ډیرې کورنۍ د نورو زلزلو د پیښدو د اندیښنو له امله له خپلو کورونو بهر ژوند کوي.

د ملګروملتونو پرمختايي ادارې د هرات په ولایت کې زلزله ځپلو سره د مرستې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې ملګروملتونو ویلي چې د تیرکال په څیر به په ۲۰۲۴ کال کې هم تر ډیره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" تیره اونۍ په یوې اعلامیې کې ویلي وو: "اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیون وګړي به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه دي.

اوچا ویلي دي چې د دغو کسانو د بشري مرستو د پوره کولو لپاره "۳.۰۶ ملیارد ډالرو" بودیجې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دا بودیجه به افغانانو ته د اوبو، محیطې حفظ الصحې، خوړو، روغتیا، کرنې، پوهنې، سرپناو او نورو برخو کې ولګول شي.

د اوچا له خوا د ترتیب شوي پلان له مخې به په راروان ۲۰۲۴ کال کې ۱۷.۳ میلیون کسانو سره مخامخ مرستې وشي چې په کې ۲۴ ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۸.۶ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه کسان شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG