د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: راتلونکو دریو میاشتو کې به ۱۵.۸ میلیون افغانان له سختې لوږې سره مخ شي


د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" په یو راپور کې ویلي چې ددې سره سره چې افغانستان کې د هغو کسانو شمیر چې د سختې لوږې سره مخ دي کم شوی، خو بیا هم به د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر او د راتلوونکي ۲۰۲۴ کال د مارچ ترمنځ میاشتو کې ۱۵.۸ میلیونه افغانان لوږه تجربه کړي.

دغې ادارې د شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۳۰(مرغومې نهم) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تراوسه افغانستان د ملګرو ملتونو د اضطراري مرکزي صندوق څخه ۵۳ میلیونه ډالره او ۱۳۵ میلیونه نور د افغانستان د بشرپاله صندوق (AHF) څخه د بشري مرستو څخه د ملاتړ او د طبیعي پیښو له امله ځپل شویو کورنیو په ګډون د نورو ناڅاپه بحرانونو د مدیریت لپاره ترلاسه کړي.

د "اوچا" د ادارې ددغه راپور له مخې ددغو پیسو زیاته برخه د سرپناه، خوړو، روغتیا، اوبو، حفظ الصحې او خوارځواکۍ د درملنې په برخو کې په مصرف رسیدلې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې د دغو مالي مرستو وروسته د خوړو د مصونیت وضعیت کې یو څه ښه والی راغلی او د هغو افغانانو شمیر چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې یې شمیر ۱۸.۳ میلیونه اټکل شوی و ۱۵.۸ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې د هغو افغانانو شمیر چې اوس مهال د خوړو د سخت نه خوندیتوب سره مخ دي هم د ۵.۱ میلیونو کسانو څخه ۳.۵ میلیونو ته راټیټ شوی دی.

"اوچا" ددغو دوو صندوقونو مالي ملاتړ برابرولو ته په اشارې ویلي: "دا مرستې د ژوند ژغورنه وه، ځکه چې هغو افغان کورنیو سره چې په نامناسبو سرپناو کې یې ژوند کوه مرسته وکړه او د سختو تنفسي ناروغیو په ګډون یې د هغوی په ساري ناروغیو باندې د اخته کیدو ګواښ کم کړ".

همداشان د ملګرو ملتونو د اضطراري غبرګون د مرکزي صنوق او د بشرپاله مرستو د صندوق له پیسوڅخه افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو د ستنیدلو او هم د هرات ولایت زلزله ځپلو سره مرستې هم برابرې شوي دي.

د "اوچا" د راپور له مخې ددغو پیسو یوه برخه د نوم لیکنې، روغتیايي خدمتونو، د مرستو ویشلو، د کورنیو څخه د ملاتړ، ماشومانو، روحي ناروغیو د درملنې او ستنیدونکو کډوالو ته حقوقي ملاتړ چې هغوی ته خورا زیات مهم دی د برابرولو او د کډوالو د ادغام په چارو کې په مصرف رسیدلې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو، ریښه لرونکې لوږه، د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلی بحران، ټولنه کې د ښځو د برابرۍ او مشارکت محدودیتونه او د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ډله ییز ستنیدلو ته په اشارې ویلي چې په راروان ۲۰۲۴ کال کې به هم د افغانانو اړتیاوې لکه د ۲۰۲۳ کال د اړتیاو په څیر په لوړه کچه پاتې شي.

اوچا په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه دي."

اوچا ویلي دي چې د دغو کسانو د بشري مرستو د پوره کولو لپاره "۳.۰۶ میلیارد ډالرو" بودیجې ته اړتیا ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دا بودیجه به افغانانو ته د اوبو، محیطې حفظ الصحې، خوړو، روغتیا، کرنې، پوهنې، سرپناو او نورو برخو کې ولګول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG