د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: په ۲۰۲۴ کال کې د افغانانو سره د مرستو لپاره ۱.۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره"یونیسف" وايي چې په راروان ۲۰۲۴ کال کې افغانانو سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره ۱.۴ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ دغې ادارې د سه شنبې په ورځ ناوخته ډسمبر۲۶ (مرغومې پنځم) په یوراپور کې ویلي چې په راروان ۲۰۲۴ کال کې به د ۱۰.۵ میلیونو ماشومانو په ګډون ۱۹.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

یونیسف ویلي چې په افغانستان کې مرستو ته اړو کسانو او ماشومانو ته د مرستو د برابرولو لپاره به د مرسته کوونکو ادارو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانانو د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو ادارو څخه د ۴۴۹ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه چې تراوسه ددغو پیسو یوازې ۳۴.۴ فیصده بودیجه ورته برابره شوې ده او له ۲۸ فیصدو څخه د نورې بودیجې د برابرولو په برخه کې ورسره ژمنه شوې ده.

خو د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې د تیرکال د بودیجې ۳۷ فیصده ورته نه ده برابره شوې.

یونیسف ویلي: " د بودیجې فوري تشې ډکول یونیسف ته ددې توان ورکوي چې ډیرو زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو ته د ژغورنې مرستې په ځانګړي ډول په ژمي کې زلزله ځپلو، ستنو شویو او ماشومانو د ساتنې په برخو کې د ملاتړ د برابرولو لپاره لاس رسی پیداکړي".

د ملګروملتونو ددغې ادارې د راپور له مخې د سږکال ژمی به د زلزله ځپلوافغانانو او له پاکستان څخه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره یو سخت ژمی اوسي.

په دې راپور کې ویل شوي: " د عمومي ارزونې له مخې شاوخوا ۳۰ فیصده کورنۍ په نامناسبو سرپناو کې ژوند کوي. د هغو کورنیو ترمنځ چې ښځې یې سرپرستې کوي او هغوی چې تازه ستانه شوي د سرپناه اړوند مسایل د نورو پرتله ۷۶ فیصده زیات دي. تر ۸۶ فیصدو پورې کورنۍ د لږ عاید ترلاسه کوونکو او ماشومانو ته د ژمي د لباس د نه چمتو کوونکو په ډله کې شاملې دي".

یونیسف ټینګار کړی چې د ژمي د پیل لپاره د سرپناه، د تودوخې د موادو او کالیو د چمتولو څخه ملاتړ لږترلږه د ګواښ لاندې کسانو د روغتیا لپاره ډیر اړین دی.

یونیسف د نوي ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره دا بودیجه په داسې حال کې غوښتې ده چې ملګرو ملتونو افغانانو ته په راروان میلادي کال کې د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې دریو میلیاردو ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومې درییم) افغانستان کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو څخه زیږیدلې لوږې، اقلیم د بدلون اغیزو، په ښځو محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د راستنېدوکو کډوالو وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې به هم افغانان ډېر بشري ضرورتونه ولري او اندازه به یې د تېر په څېر زیاته وي.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي : "اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۳.۷ میلیونه وګړي به په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري. په دغه شمیر کې ۲۵ فیصده ښځې، ۵۲ فیصده ماشومان، ۱۱.۸ فیصده معلولیت لرونکي کسان او دوه فیصده زاړه دي.

ملګرو ملتونو په راروان کال کې افغانانو ته د څه باندې دریو میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو داغوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې دغې ادارې له خوا افغانانو سره د مرستو لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوه لویه برخه د نړیوالې ټولنې له خوا چمتو نشوه چې له امله یې د ملګرو ملتونو ډیرې ادارې دې ته اړ شوي چې افغانانو ته د خوړو د چمتو کولو په ګډون خپلو پروګرامونو ته بیا کتنه وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بودیجې د کمبود له امله یې سږکال لس میلیونو مرستو ته اړو افغانانو سره د خوړو د برابرولو په برخه کې خپلې مرستې بندې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG