د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: لوږې د هرو دریو افغانانو څخه په یو باندې اغیزه کړې


د خوړو نړیوال پروګرام د یو پروګرام له لارې افغانانو سره د اروپايي ټولنې د څه باندې ۲۶ میلیونو تازه مرستې د اعلان پر مهال ویلي چې لا هم ددې امکان شته چې ددغې مرستې له لارې به مخکې له دې چې په دغه هیواد کې واورې لارې بندې کړي زیانمنوونکو کسانو ته خواړه برابر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د سه شنبې د ورځې ناوخته د ډسمبر۱۹(لیندۍ ۲۸) په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې د پیسو دا مرسته به دغه پروګرام سره زیانمنونکو کسانو ته د خوړو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي ویلي چې په افغانستان کې د ژمي د رسیدولو دمخه اړتیاوې زیاتې وي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې په لوړه کچه خلک د خوارځواکۍ څخه کړیږي، لوږه د هرو دریو تنو څخه پر یو تن باندې اغیز کوي.

میرمن شا و وې لي ویلي: "د اروپايي ټولنې له خوا دا مرسته په داسې یو حساس وخت کې شوې چې مخکې له دې چې واورې او یخ د کلیو پرمخ ټولې لارې بندې کړي، مونږ لا هم زیانموونکو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره د فرصت یوه کړکۍ په مخ کې لرو".

د خوړو د نړیوال پروګرام دغې چارواکې ویلي چې په کلیوالو سیمو کې کورنیو خپل کرهڼیز تخمونه، څاروي او د کرهڼې وسایل د وروستیو شتمنیو په توګه هم پلورلي دي او په ښارونو کې له هرو دریو تنو یو یې د بدلیل معیشت لپاره هیڅ فرصت په مخ کې نلري او د کاري فرصتونو په لټه کې دي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د عملیاتو رئیس فرانسوا ګیومنس ویلي: "له هرو دریو افغانانو یو یې په دې نه پوهیږي چې دوی به بل ځل خواړه له کوم ځای څخه ترلاسه کړي. همداشان په کلیوالو سیمو کې خلک د داسې یو سخت ژمي سره مخ دي چې هیواد یې د اقتصادي سقوط، ویچارونکي زلزلې او په دې نږدې اونیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالود جبري ستنیدولوله څپو سره مخ دي".

فرانسوا ګیومنس ویلي چې اروپايي ټولنه د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د اروپايي ټولنې ددې پیسو د مرستې څخه به اړو او په کور دننه بې ځایه شویو کورنیو سره د خوړو د برابرولو په برخه کې کار واخیستل شي.

همداشان دغه پروګرام ویلي چې ددغو پیسو یوه برخه به د ماشومانو او امیدواره میندو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې او هم د ملګرو ملتونو د بشري هوايي خدمتونو د چمتو کولو په چارو په مصرف ورسیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د بشري هوايي خدمتونو پروګرام له لارې په کال کې ۲۵ زرو کسانو ته خدمات وړاندې کوي ترڅو د مرستې رسونې کارکوونکي او بشري مرستې لیرو پرتو سیمو ته په رسولو کې مرسته وکړي.

دا پروګرام وايي چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او د سپټمبر تر میاشتو یې په افغانستان کې د ۸.۶ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون ۱۷ میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې برابرې کړي دي.

د اروپايي ټولنې له خوا ددغې تازه مرستې وروسته په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو نړیوال پروګرام سره ددغې ټولنې د مرستواندازه ۸۰.۱ میلیون ډالرو ته رسیدلې ده.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې په تیرو دریو کلنو کې سختې وچکالۍ کرهڼیزو حاصلاتو باندې ناوړه اغیزه کړې، چې له امله یې په دغو دریو کلنو کې د کرهڼیزو توکو حاصلات د اوسط کچې څخه کم شوي او بې شمیره کورنۍ دې ته اړ شوي چې د دغه وضعیت سره د مقابلې او ژوندي پاتې کیدو لپاره د د مختلفو ستراتیژیو څخه کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG