د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو چارواکی: د افغانستان د ښځو کړاوونه نور هم زیات شوي


د ملګروملتونو د وګړو د صندوق یو چارواکی وايي چې افغان میرمنې او نجونې په افغانستان کې د څو اوږدو بحرانونو له امله کړیږي چې په وروستیو میاشتو کې دا کړاونه نور هم زیات شوي دي.

د اسیا او اقیانوس د سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق سیمه ییز مشر پیو سمیت افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر په پای کې ددغې ادارې د ایکس په شبکه کې لیکلي چې په دغه هیواد کې وروستیو زلزلو او د کډوالو ډله ییز جبري ستنیدلو د افغان میرمنو او نجونو کړاوونه لا زیات کړي دي.

پیو سمیت د سه شنبې په ورځ ډسمبر۱۲ ( لیندۍ ۲۱) په یوه لنډه ویديوي وینا کې ویلي:" زه د نړیوالې ټولنې غواړم چې په افغانستان خپله پاملرنه له لاسه ورنکړي ... مهمه نده مونږ باید پاتې شو او[خدمتونه] وړاندې کړو".

د ملګرو ملتونو ددغه چارواکي په وینا د افغانستان په مختلفو سیمو کې چې د ښځو او نجونو سره خبرې کړي او هغوی ورسره د غم او د ډیرې زیاتې ناامیدۍ په اړه خپلې کیسې شریکې کړي دي.

ښاغلي سمیت ویلي:" د هغوی یو شمیریې (ښځو او نجونو) د ځان وژنې احساس کوي ځکه چې راتلونکي ته هیله نلري. کومو ځوانانو سره مې چې کتلي هغوی راته زیاده هیله بخښلې ده، افغان ځوانان باید نړیواله ټولنه وهڅوي چې بیرته ژمنه وکړي او بیرته تعامل پیل کړي او ډاډه شي چې کله چې وایو چې مونږ له تاسو سره یو، مهمه نه ده چې دا څه اوسي او زمونږ غږ اوري".

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې د اړولو غوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې ډیرې کمې شوي دي.

د مرستو د کمېدو سربیره د افغانستان اکثره سیمې د دریو پرله پسې کلنو راهیسې د وچکالۍ د اغیز لاندې دي او ددغه هیواد اوسیدونکي د اقتصادي بحران سره مخ دي.

ددغو ستونزو ترڅنګ د روان ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په لویدیځ د هرات په ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجو پرله پسې دریو زلزلو اوله له ګاونډیو هیوادونو څخه په ډله ییز ډول د افغان کډوالو شړلو هم په دغه هیواد کې بشري ناورین ډیر پراخه کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور کسان ټپیان شوي او همدغه راز له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

د بلې خوا د پاکستان حکومت د اکتوبر د میاشتې په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او وبه شړل شي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دی چې په کې شاوخوا شپږ میلیونه په کوردننه بې ځایه شوي کسان ژوند کوي.

تراوسه له پاکستان څخه له ۴۵۰ زرو څخه زیات افغان کډوال د تورخم او چمن – سپین بولدک له سرحدي لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ایراني رسنیو ته ویلي چې تر ۴۰۰ زرو پورې قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال یې له خپل هیواد څخه افغانستان ته استولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG