د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د افغانستان د بیسبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره مالي مرسته کړې.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان دا مرستې د بیسبال لوبغاړو ته سپارلې دي.
د افغانستان د بیسبال ملي لوبډله په متحدو عربو اماراتو کې د « بیسبال یونایټډ» په لیګ کې له پاکستان، هند، بنګله دېش او متحدو عربو اماراتو سره ولوبېدله، دوی خپلې ټولې لوبې وبایللې، خو لوبغاړي یې خوشحال دي چې افغانستان په دغو سیالیو کې برخه لرله.
د بیسبال د ملي لوبډلې یو مسئول وویل چې لوبغاړي یې له ډېرو اقتصادي او تخنیکي ستونزو سره مخامخ دي او له همدې کبله د افغانستان د کرکټ لوبغاړو ورسره اقتصادي مرسته وکړه.
دغه مسئول، چې نه غواړم نوم یې په راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل «لوبډله نوې ده، اقتصادي مشکلات یې زیات وو. د افغانستان د کرکټ لوبغاړی راشد خان چې خبر شو، له خپلو لوبغاړو سره یې خبرې وکړې، بیا د کرکټ لوبغاړو پېسې ټولې کړې او د بیسبال ملي لوبډلې ته یې ورکړې. د بیسبال د لوبغاړو لباسونه په کابل کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې د لوبغاړي محمد نبي په فابریکې کې جوړ شوي وو، محمد نبي د لباسونه پېسې وبخښلې. د اریانا افغان هوايي شرکت یې متحدو عربو اماراتو ته ټکټونه برابر کړل.»
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو لوبغاړي، امریکا غږ ته وویل چې «هر لوبغاړي د خپل معاش څخه ۸۰۰ درهم (شاوخوا ۱۴۵۰۰ افغانۍ) د بیسبال ملي لوبغاړو سره مرسته» وکړه.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې راشد خان د بیسبال لوبغاړو ته دا مرستې رسولي دي. دا لوبغاړي د افغانستان او بنګله دېش ترمځ د کرکت د یوې سیالۍ لیدو ته هم بلل شوي وو.
د بیسبال د ملي لوبډلې دغه اداري مسئول د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د بیسبال لوبډلې لوبغاړي د افغان کرکټ لوبغاړو په مرستې او د هغوی په لیدو ډېر هڅول شوي او فکر کوي، که زحمت وباسي شاید د کرکت د لوبغاړو په څېر په بیسبال کې هم خپل هېواد ته لاس ته راوړنې ولري.
بیسبال، د کرکټ او د افغانستان د توپ ډنډې لوبې ته ورته یوه لوبه ده چې په متحدو ایالتونو کې ډېره دود ده او اوس افغانان غواړي چې دا لوبه په افغانستان کې مشهوره شي.
فورم \ دبحث خونه