د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۲۰) له استرالیا څخه د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله.
دا د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا لومړی ځل دی چې پاکستان په استرالیا کې له استرالیا څخه د لوبو داسې یوه لړۍ ګټي.
د پاکستان او استرالیا ترمنځ دا درېیمه لوبه د استرالیا د پرت په ښار کې وشوه.
د استرالیا لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه خو د پاکستان توپ اچوونکو پرېنښودل چې لوی هدف وټاکي. د استرالیا ټول لوبغاړي په ۱۴۰ منډو اوټ شول.
پاکستان دا هدف په د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله او د خپل نوي کپتان محمد رضوان په کپتانۍ کې یې دا ریکارډ جوړ کړ.
د دغې لوبې او لړۍ غوره لوبغاړی د پاکستان محمد حارث شو. ده په دریو یوې ورځنیو لوبو کې لس کسان سوځولي وو.
د پاکستان د کرکټ بورډ په ایکس حساب کې د دغه بورډ مشر محسن نقوي د پاکستان لوبغاړو او ولس ته د دغې لړۍ د ګټلو مبارکي ورکړې ده.
د لړۍ لومړۍ لوبه استرالیا ګټلې وه خو دویمه او درېیمه یې پاکستان وګټله.
د پاکستان د کرکټ لوبډله استرالیا ته تللې ده او ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ هم پیل شي.
پاکستان تر دې مخکې په خپل کور د انګلنډ څخه د ټست د دریو لوبو لړۍ هم ۲-۱ ګټلې وه.
فورم \ دبحث خونه