د پاکستان کرکټ بورډ وايي د سپین توپ له کپتانۍ څخه د استعفا او توپ وهنې ته د توجه د زیاتولو لپاره د بابر اعظم پرېکړه یې منلې ده.
کرکټ بورډ چهارشنبې اکتوبر دوهمه (تلې ۱۱) د اعظم د استعفا له منلو وروسته د غوراوي کمیټې ته امر کړی چې د هغه ځای ناستي وټاکي.
د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې که څه هم په ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې د بابر اعظم د کپتانی ملاتړ کاوه، خو زیاتوي چې د استعفا غوښتنه یې ښيي چې "هغه غواړي د یو ښه لوبغاړي په توګه خپلې لوبې ته توجه زیاته کړي."
بابر اعظم د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي له کپتانۍ لاس واخلي ترڅو خپلې توپ وهنې ته پام وکړي او په دې توګه یې لوبډلې ته ګټه ورسیږي.
د پاکستان د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي: "بابر اعظم خپله استعفا د سه شنبې په ماښام وړاندې کړه او منل شوې ده. د غوراوي ملي کمیټې ته امر شوی چې د هغه د ځان ناستي د ټاکلو په ګډون د سپین توپ د راتلونکو لوبو لپاره تګلارې جوړې کړي."
د پاکستان د سپین توپ د غوراوي په کمیټه کې ددغه هېواد د ملي ټیم عمومي روزونکی ګیري کیرسټن او پخوانی نړیوال لوبغاړی اسد شفیق شامل دي.
پاکستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سپین توپ ډیرې لوبې لري چې راتلونکې میاشت د استرالیا له سفر څخه پیلیږي چې پکې درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې شاملې دي.
له هغه وروسته د پاکستان د سپین توپ لوبډله زیمبابوې او جنوبي افریقا ته ځي او ورپسې چمپینز ټرافي ته د تیاري لپاره د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا سره د ټورنمنټ کوربه توب کوي.
د چمپینز ټرافي لوبې هم د پاکستان په کوربه توب د فبروري په میاشت کې کیږي. ټاکل شوې چې ددغه ټورنمنټ وروسته د پاکستان لوبډله د پنځو ۲۰ اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره د مارچ په میاشت کې نیوزیلنډ ته سفر وکړي.
فورم \ دبحث خونه