د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر ټولو مجرب لوبغاړی محمد نبي وایي چې له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو څخه به استعفا وکړي.
محمد نبي د چهارشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم۱۶) د بنګله دېش خلاف لوبې کې ۸۴ منډې وکړې او هم یې یو لوبغاړی وسوځوه. افغانستان دا لوبه وګټله.
له دغې لوبې وروسته، د افغان کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼې کې د محمد نبي یوه ویدیو خپره شوه چې د خپلې دغې لوبې په اړه غږېږي.
په ویدیو کې پوښتل کېږي چې که داسې ښه لوبه کولای شي، ادامه دې ورکړي، خو محمد نبي وايي چې نه، استعفا به کوي.
هغه وایي: «ډېر به یې سره نه اوږدو، او ان شاءالله په ون ډای (یوې ورځنیو لوبو کې) به له چمپین ټرافي نه وروسته خدای په اماني سره کوو.»
د چمپین ټرافي لوبې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې کېږي. د یوې ورځنیو لوبو په دغو سیالیو کې د افغانسان په ګډون د نړۍ اته هېوادونه لوبې کوي. دا هېوادونه د ۲۰۲۳ کال د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو په نړیوال جام کې مشخص شوي دي.
افغانستان په لومړي ځل په چمپین ټرافي کې لوبېږي.
محمد نبي، چې هم توپ وهنه او توپ اچوونه کولای شي (الراونډر)، د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډلې کې تر ټولو مجرب لوبغاړی بلل کېږي.
ده تر دې دمه ۱۶۵ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي. محمد نبي د بنګله دېش سره په لوبې کې په یوې ورځنیو لوبو کې ۳۵۰۰ منډې هم پوره کړې. ده په دغه ډول لوبو کې دوې سلیزې او ۱۷ ځلې پنځوسیزې کړې.
همدغه راز یې ۱۷۱ ویکټې یې هم اخیستې دي او یو ځل یې په یوې لوبې کې پنځه کسان هم سوځولي دي.
محمد نبي څو کاله مخکې د ټست له سیالیو څخه هم استعفا وکړه. د رسمي معلوماتو له مخې محمد نبي ۳۹ کلن دی او دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.
فورم \ دبحث خونه