د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیرته پرانیستلو د اقدام هرکلی کړی او ددغه سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۳( مرغومې درېیم) په یو غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلویزیون له خوا خپور شوی هیله ښودلې چې کابل کې ددغه سفارت پرانیستل به په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو د مشکلاتو او ستونزو په هوارولو کې هم مرسته وکړي.
هغه ویلي: " کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانیستلو هرکلی کوواو ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت [طالبانو حکومت] به ورسره په ټولو چارو کې همکار وي او د هغې خوندیوب ته به ډیره پاملرنه کوي."
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت یکشنبه ډسمبر ۲۲ ( مرغومي دویمه) ویلي چې په کابل کې یې پداسې حال کې خپل فعالیتونه د سره پیل کړي چې لا هم ریاض د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل په سفارت کې د دیپلوماتیکي کړنو د کچې په هکله څه ندي ویلي.
په افغانستان کې د سعودي سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حکومت غوښتنې سره سم یې افغانانو ته د "ټولو خدماتو برابرولو په هدف پریکړه کړې چې د ډسمبر میاشتې په ۲۲ مې په کابل کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي".
سره له دې چې د سعودي عربستان حکومت د طالبانو لومړنی حکومت په رسمیت پیژندلی و خو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې په ۱۵ مې څو ورځې وړاندې چې کابل د طالبانو لاسته ورشي، ریاض خپل ټول دیپلوماتان د افغانستان څخه وویستل.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي چې د سفارت پرانیستل به ددغه هیواد او افغانستان ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
هغه ویلي: " دغه راز به وکولای شو چې په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو د مشکلاتو او ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسیدنه وکړي او په ښه ډول سره هوارې شي".
د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې سعودي عربستان په کابل کې د قونسلي خدماتو بیرته پیل کولو اعلان کړی وو او ددغه هیواد خیریه حکومتي سازمان یې هم په افغانستان کې د بشري مرستو ویش ته دوام ورکړ.
د سعودي حکومتي خیریه سازمان د بشري مرستو تر څنګ، د روغتیا، پوهنې، اوبو او خوراکي مصؤنیت په برخې کې په افغانستان کې د خلکو سره مرستې کوي.
کابل کې د سعودي عربستان سفارت هغو زرګونو افغانانو ته قونسلي خدمات برابروي چې دې هیواد ته د حج په مراسمو کې د ګډون او کار لپاره ورځي.
د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانسان کې طالبان واک ته رسیدلي، د نړۍ هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې د هغوي حکومت په رسمیت ندی پژندلی او محدود شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ بیرته پرانیستلي دي.
د سعودي عربستان تر څنګ، قطر، متحده عربي اماراتو او یو شمیر سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو په کابل کې سفارتونه پرانیستي خو لا معلومه نده چې پدې هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د طالبانو په کنټرول کې دي که نه.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه اعلان کړي دي. په دې شرطونو کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړیدل او د القاعده تروریستي ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه شامل دي.
فورم \ دبحث خونه