د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د ښځو د زده کړو په اړه د طالبانو اوسنی دریځ افغانستان منزوي کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په پیغام ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو په برخه کې د طالبانو د حکومت روانه کړنلاره د افغانستان د لا منزوي کیدو سبب ګرځي.

د چهارشنبې ورځ جنورۍ ۲۴(سلواغې څلورم) د زده کړو د نړیوالې ورځې په توګه په نړۍ کې نمانځل کیږي.

روزا اوتنبایووا په دې مناسبت په یو ویډیوي پیغام کې چې د یوناما له خوا خپور شوی ویلي افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د اجازې غوښتنه یوازې د لویدیځو هیوادونو غوښتنه نه ده بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.

میرمن اوتنبایووا ویلي چې په دې وروستیو کې یې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرکز څخه لیدنه کړې او هلته هم په دې اړه بحثونه شوي دي.

د یوناما مشرې ویلي چې دا د طالبانو د حکومت اساسي وظیفه ده چې جنسیت ته د پاملرنې پرته د ټولو کسانو د زده کړو له حق څخه ملاتړ وکړي او د زده کړو د ښه کیدو لپاره کار وکړي.

میرمن اوتنبایووا ویلي: "په اوسني مسیر باندې ټینګار یوازې ټولو افغانانو ته لا زیات زیان رسوي او افغانستان د اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې څخه په انزوا کې ساتي. د همدې له امله زه د حاکمو چارواکو (طالبانو) څخه غواړم چې دا درک کړي چې زده کړې یوازې یو اخلاقي اړتیا نه ده، بلکې د یوې ټولنې د هوساینې او سولې لپاره خورا زیاته مهمه مسله ده".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغې لوړپورې چارواکې د زده کړو نړیواله ورځ د تلپاتې سولې لپاره د زده کړو په اهمیت باندې د پوهیدلو لپاره یو ښه فرصت ګڼلی او ویلي دي چې په افغانستان کې هم ټولو نجونو، ښځو، هلکانو او سړیو ته زده کړې د هغوی د یو حق څخه زیات مهم ګڼل کیږي.

روزا اوتنبایووا وویل چې زده کړې د افغانستان راتلونکی بنیاد جوړوي او ټینګار یې کړی چې ددغه هیواد د نن او سبا د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره زده کړې لکه څنګه چې کار او کسب، متحرک اقتصاد، د طبیعي پیښو او د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره اړتیا ده دغسې اړینې دي.

روزا اوتنبایووا وویل چې افغانانو پخوا شاعران، معماران، پوهان او حتی ستور منزلي نړۍ ته ورپیژندلي دي او په دې میراث باید افغانان و ویاړي.

د یوناما مشرې د وینا له مخې له زده کړو څخه دوامدار محرومیت او د هرې ورځې په تیریدو په افغانستان کې د یوې هوسا او مساوي ټولنې بنیادونه کمزورې کیږي.

روزا اوتنبایووا په افغانستان کې ښځو او نجونو ته په خطاب کې وویل: "په دې پوه شئ چې تاسو یوازې نه یاست، ملګري ملتونه ستاسو په څنګ کې ولاړ دي او ستاسو د فعالیتونو او راتلوونکی څخه له ملاتړ څخه لاس نه اخلي".

همداشان د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بخښنې نړیوال سازمان هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې د طالبانو له خوا د زده کوونکو د زده کړو د انساني او بنیادي حق څخه سړغړونې لا دوام لري.

ددغه سازمان د وینا له مخې په افغانستان کې نجونې پرته د قید او شرط څخه د خپلو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "طالبان باید د زده کړو څخه د میلیونو نجونو د محرومولو په برخه کې ځواب ویوونکي اوسي. په کار نه دي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له ملاتړ څخه لاس واخلي".

د زده کړو نړیواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته په منځنۍ او ثانوي دورو کې او هم په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو په ټولنه کې د نجونو او ښخو پر حقونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي او د پوهنې او روغتیا د سګټورونو پرته یې په ټولو دولتي ادارو کې او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو د تعلیم او له کور بهر د ښځو د کار د بندیز د لیرې کولو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پرله پسې غوښتنو تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

خو د طالبانو یو شمیر چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG