د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: په افغانستان کې وژنې، په خپلسر د خلکو نیول او بندیانول دوام لري


افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د افغانانو د بشري وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې وژنې، په خپلسر د خلکو نیول او بندیانول دوام لري.

دا راپور چې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه مسلو ته په کې ځای ورکړل شوی د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۲( سلواغې دوییم) خپور شوی دی.

یوناما په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې په پلي کولو باندې د دغې ډلې د چارواکو د ټینګار سره سره د غیرقانوني وژنو، خپلسر نیولو او بندیانولو، شکنجې اود پخواني رژیم د پوځیانو سره د طالبانو د چارواکو د ناسم چلند په اړه یې ځینې موارد ثبت کړي دي.

په دغه راپور کې د مثال په ډول دغسې دوو قضیو ته اشاره شوې: "د اکتوبر د میاشتې په شلمه د بدخشان په ولایت کې ناپیژاندو وسله والو د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی افسر او د هغه زوی په ډزو ووژل. د نومبر په ۲۱ د کابل – جلال اباد په لارد یو پخواني څارنوال او د هغه د خور جسدونه وموندل شو."

یوناما ویلي چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت دا قضیې د " شخصي دښمنۍ زیږنده بللي او همداشان یې دا تبلیغات ګڼلي نه د غچ اخیستلو قضیې".

په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ښځو فعالانو، بشري حقونو ملاتړو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې د طالبانو له بند څخه د نجونو د زده کړو د ملاتړي مطیع الله ویسا، د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، د دایکنډي په ولایت کې د نسیم د راډیو دوو کارکوونکو، ژولیا پارسي او د ندا پرواني د خوشې کیدو یادونه شوې ده.

ښځو باندې محدودیتونه

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو او په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ددغه وزارت اوړند ادارو د ښځو د کار او زده کړو او د حرکت د ازادۍ په حقونوباندې د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي:" د اکتوبر په لومړۍ ورځ درې روغتیايي کارکوونکې ددې له امله چې د محرم پرته کارته تللې ونیول شوې. دغه ښځې د هغوی د کورنیو د غړیو له خوا د دغسې کړونو د بیا نه ترسره کولو لپاره د لیکلي ضمانت لیکونو د لاسلیک کولو وروسته خوشې شوې."

یوناما ویلي چې د پکتیا په ولایت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ریاست د ډسمبر د دوییمې ورځې را وروسته له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته ښځې له تللو منع کړي دي.

دا راپور د کابل ښار دشت برچي او خیرخانه مینه کې ( په هزاره میشتو او تاجک میشتو سیمو کې) د " مناسب حجاب د نلرلو" په دلیل ښځو او نجونو وروستیو نیونو ته اشاره کړې او ویلي دي چې د طالبانو دا ډول کړنې لا هم دوام لري.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د ښځو او نجونو د شکایتونو د غور لپاره په قانوني چوکاټ کې کوم وضاحت نشته او په دې لړ کې دا چې د طالبانو د عدلي ادارو کومه یوه یې ددغسې شکایتونو باندې د غور مسوولیت لري وضاحت نشته دی.

یوناما ویلي:" د راپورونو له مخې ډیر قربانیان د حاکمې ادارې چارواکو څخه د ویرې له امله دې ته ترجیح ورکوي چې خپلومسلو ته حل د اختلافاتو د حل د عرفي میکانیزمونو له لارې ولټوي".

ددغه راپور له مخې طالبان برحاله چارواکو، عامو خلکو ته د معلوماتو د لټون، ترلاسه کولو او لیږد د فرصت په محدودولو سره د بیان د آزادۍ د حق نقضول جاري ساتلي او په عام محضر کې یې بدني مجازاتو او دُرو وهلو ته دوام ورکړی دی.

د ملکي وګړو هدفي وژنې

یوناما په دغه راپور کې په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو د دوام یادونه کړې او ویلي دي چې دغې ادارې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر او نومبر په میاشتو د کابل ښار په دست برچي سیمه کې د ایښودل شویو چاودیدونکو توکو دوو چاودنو او د بغلان په ولایت کې یو ځانمرګی برید پیښې ثبت کړي دي.

یوناما ویلي چې دغو بریدونو کې ۴۰ تنه وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" د اسلامي دولت د خراسان څانګې ددغو دریو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي چې ددغو بریدونو هدف د شیعه ګانو ټولنه وه.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي چې ددې سربیره د تیرکال د اکتوبر، نومبر او ډسمبر په میاشتو کې د هرات د ولایت د جبرائیل په ښارګوټي کې د شیعه ګانو د دیني عالمانو پر وړاندې بریدونه یې هم ثبت کړي دي.

یوناما ویلي چې د اکتوبر په ۲۲ ، د نومبر په ۲۳ او د ډسمبر په اول په دغو بریدونو کې څلور شیعه ديني عالمان وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د هرات په ولایت کې ددغو دریو بریدونو مسوولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

همداشان یوناما ویلي چې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې د چاودیدونکو توکو په چاودنو کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۵۱ تنه نور چې اکثریت یې ماشومان و ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د یوناما ددغه نوي راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو ددغه راپور د خپریدو دمخه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د ملګروملتونو دغې ادارې ته خبرداری ورکړی و چې د غیر واقعي راپورونو د خپرولو څخه دې ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG