د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د خلکو حقوقي غوښتنو ته په ځپوونکو اقداماتو ځواب ورکړی


عکس ارشبف: د طالبانو له خوا د ښځو د یوې مظاهرې مخنیوی
عکس ارشبف: د طالبانو له خوا د ښځو د یوې مظاهرې مخنیوی

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) وايي چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل ځپوونکي اقدامات ګړندي او پراخ کړي دي.

دغه سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۱( مرغومې ۲۱) په تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنو ته په ډیر زور زیاتي سره ځواب ورکړی دی.

ددغه سازمان د افغانستان د چارو یوې څیړونکې فرشته عباسي ویلي: "طالبانو د افغانانو په تیره بیا د ښځو او نجونو د حقونو او حساب ورکولو غوښتنو ته په ډیر زور زیاتي ځواب ورکړی دی".

میرمن عباسي ویلي چې اړتیا ده چې افغانانو سره بشري مرستو چمتو کوونکي حکومتونه په طالبانو باندې فشار راوړي ترڅو ددغه چلند چې میرمن عباسي ناوړه چلند بللی پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو څخه زیات کسان، چې ددغه هیواد د نفوس نږدې دوه پر دریمه برخه جوړوي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشردوستانه سازمانونو لپاره د افغان میرمنو په کار کولو باندې د طالبانو بندیزونو دا وضعیت لاپسې کړکیچن کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) د ۲۰۲۳ کال په نړیوال راپور کې د نږدې ۱۰۰ هیوادونو د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی.

په دې راپور کې د دغه سازمان اجراییه مشرې تیرانا حسن ویلي چې ۲۰۲۳ نه یوازې د بشري حقونو د ځپلو او د جګړې په مهال د ظلمونو لپاره، بلکې د حکومتونو سلیقه ای تاوتریخوالي او د معاملاتي ډپلوماسۍ لپاره هم د بدو پایلو څخه ډک کال و.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپور کې ویلي چې د طالبانو له خوا د نړیوالو موسسو سره د ښځو په کار کولو او په نورو دندو باندې بندیز ډیرې افغان میرمنې د خپل معیشت د ترلاسه کولو څخه بې برخې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې افغانستان یوازینی هېواد وو چې ښځې او نجونې په کې په رسمي ډول له ثانوي او لوړو زده کړو منع شوې وې.

دغه سازمان ویلي: "طالبانو د پارکونو په ګډون په ډیرو عامه ځایونو کې د ښځو په ورتګ بندیز لګولی، په داسې حال کې چې د کور څخه د وتلو په وخت کې د محرم د درلودلو شرط د ښځو د تګ راتګ آزادي خورا محدوده کړې ده".

ددغه راپور له مخې د ۲۰۲۳ په اوږدو کې د طالبانو د چارواکو کړنو په زیاتیدونکي توګه دا ځپونکې پالیسۍ پلي کړي او د طالبانو امنیتي ځواکونو د ښځو د مظاهرو د شنډولو لپاره له زیات ځواک څخه کاراخیستی دی.

دا راپور وايي دوی په خپله خوښه یو شمیر ښځینه مظاهره چیان ونیول او په ډیرو مواردو کې یې د اونیو لپاره چې په ځینو مواردو کې، د بهر سره د اړیکو امکان پرته زندان ته واچول. په توقیف کې نیول شوې ښځې او د هغوی د کورنۍ غړي شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: "د طالبانو امنیتي ځواکونو د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پرسونل د غچ اخیستنې په توګه وژلي او په زوره یې نادرکه کړي دي. د طالبانو د استخباراتو د ادارې، د استخباراتو د عمومي ریاست او د طالبانو نورو امنیتي ځواکونو، بندیان د اوبو سره د ساه لنډۍ احساس رامنځته کولو په شمول، شکنجه کول. د مدني ټولنې پر وړاندې د طالبانو روان ځپوونکي اقداماتو کې د افغان رسنیو پراخ سانسور او د خبریالانو او فعالانو په ځانګړې توګه د ښځینه فعالانو نیول شامل دي".

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د پوهنې په ډګر کی فعال مطیع الله ویسا د اوو میاشتو لپاره بې له کوم تور زنداني شوی و.

دغه سازمان ویلي په ۲۰۲۳ کې بې ساري شمیر افغانان، د دریو میلیونو څخه ډیرو ماشومانو په شمول چې د سختې خوارځواکۍ سره مخ و لا هم بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدو څخه راهیسې د میلیونونو افغانانو د دندو له لاسه ورکول، د ډیرو بهرنیو مرستو دریدل، د بهرنیو بندیزونو اغیزې او څو کلنه وچکالي د بیوزلۍ د ژوریدو اصلي لاملونه دي

دا سازمان ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو باندې بندیز د ښځو او نجونو د بشري اړتیاوو د ارزونې او څارنې لپاره د مرستندویه ډلو توان محدود کړی، چې دا ددې سبب شوې چې په هغو کورنیو کې چې ښځې یی مشري پر غاړه لري، د خوړو د نه خوندیتوب کچه لوړه شي.

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې ډلې پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزارګانو او شیعیه ګانو د په نښه کولو په موخه خپل بریدونو ته دوام ورکړی و.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار سازمان دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی خو ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بدحجابۍ په تور په کابل او دایکنډي کې د ښځو د نیولو په اړه د یوناما راپور رد کړی دی. ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د پنجشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۱۱ (مرغومې ۲۰) لیکلي چې د ښځو په اړه د یوناما اندیښنه بې ځایه ده.

ښاغلي مجاهد لیکلي: "افغان میرمنې پخپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نلري او دامربالمعروف لخوا هم له چاسره زور زیاتی ندی شوی. "

ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG