د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار: ۲۰۲۳ د حکومتونو د دوه مخیتوب او بشري حقونو د نقض کال و


ترانه حسن د بشري حقونو څار ډلې مشره
ترانه حسن د بشري حقونو څار ډلې مشره

د بشري حقونو څار د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) وویل چې ۲۰۲۳ د بشري حقونو د نقض له پلوه تر ټولو تریخ کال و، چې د نړۍ مشرانو په کې په غزې، افغانستان، اوکراین، سودان، د چین په اویغور مېشتو او نورو سیمو کې بشري حقونه له پامه وغورځول.

د بشري حقونو څار د ۲۰۲۴ کال لپاره په خپل راپور کې «فوق العاده رنځ» په ګوته کړی، چې د حماس-اسرائیل، اوکراین، میانمار، ایتوپيا او افریقا په ساحلي سیمو کې د جګړو له کبله یې خلک ګالي.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د اوکتوبر له اوومې نېټې څخه نیولې تر دې دمه، څه باندې ۲۳۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیل وايي چې د حماس په بریدونو کې ۱۱۴۰ اسرائیلیان وژل شوي دي.

د بشري حقونو څار وايي چې اسرائیل په غزې کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې په ۲.۳ میلیون خلکو باندې اوبه او برېښنا قطع کړې او په کمه اندازه خوراکي مواد، تیل او بشري مرستې یې غزې ته پرېښي دي. د بشري حقونو څار د اسرائیل دا اقدامات «د ډله ایزو مجازاتو یوه بڼه بللې‌ چې جنګي جرم» ګڼل کېږي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بشري حقونو د څار مسئولې لاما فاکح وویل: «موږ په سیمه کې د بشري حقونو اندېښمنوونکی وضعیت مستند کړی‌ او که ښه نه شي، سیمه به نوره هم بې ثباتۍ ته ټیل وهل شي چې نور نړیوال عواقب به ولري.»

د بشري حقونو څار مشرې ترانه حسن، چې په نیویارک کې ده، وویل چې هغه نړیوال سیستم چې بشري حقونو پرې تکیه دي، له ګواښ سره مخامخ دی او د نړۍ مشران د بشري حقونو د بنیادي اصولو په نقض باندې سترګې پټوي.

د بشري حقونو څار د حکومتونو او په ځانګړي ډول د لویدیځو هېوادونو دوه مخیتوب ته ګوته نیولې ده، چې د حماس بریدونه غندي، خو د حماس په ضد د اسرائیل په جګړې انتقاد نه کوي.

میرمن حسن زیاته کړه: «دا له دوه مخیتوب څخه کم نه دي چې د اروپايي ټولنې غړي د بشري حقونو نقض له پامه غورځوي.»

نوموړې په افغانستان کې د بشري حقونو او په خاص ډول د نجونو او ښځو د حقونو وضعیت ته په کتو وویل چې د افغان ښځو زړورتیا هیله بخښونکې ده. هغې د نړۍ مشران مخاطب کړل او ویې ویل چې «کله دا نجونې سړکونو ته وځي او د طالبانو د نیولو له خطر سره ځانونه مخامخ کوي»، د نړۍ مشران باید ناهیلي شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG