د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: د میرمنو او نجونو پر ضد د طالبانو کړه وړه د جنسي اپارتاید په هکله بحث اړین کړی


د ملګرو و کارپوهانو یوه ډله وایي چې طالبانو پدې تیرو دوو کالونو کې چې په افغانستان کې یې د دویم ځل لپاره واک تر لاسه کړی، داسې یو سیستم پر مخ وړي چې میرمنې او نجونې پکې په بشپړه توګه ایستل شوي، تبعیضي چلند ورسره کیږي او ځپل کیږي.

د کارپوهانو دې ډلې، دوشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان د اوسنیو چارواکو (طالبانو) د عمل او ژمنو تر منځ واټن پراخ شوی او د "اصلاح شویو طالبانو" مفکوره هم اشتباه وه.

پدې ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې طالبانو پدې تیرو دوو کالونو کې په افغان ولس داسې پالیسۍ تپلي دي چې په "دوامداره، سیستماتیکه او ټکان ورکوونکي توګه د بشري حقونو د له منځه تللو" سبب شویدي.

تعلیم، کار، د بیان آزادي او راټولیدنه هغه بشری حقونه دي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو په اعلامیې کې یې یادونه شوي .

دې کارپوهانو ویلي چې د محکمې د حکم پرته د وژنو، جبري ترې تم کیدنې، په پراخه توګه خپل سري نیونې، شکنجه، ناوړه چلند او پخپلسري توګه د خلکو بې ځای کوونې په هکله د اعتبار وړ او مسلل راپورنه د جدي اندیښنې وړ دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې تر ټولو ډیر د میرمنو، نجونو، مذهبي او قومي لږګیو، بشري حقونو مدافعینو، مدني ټولنو فعالینو، خبریالانو، هنرمندانو، ښوونکو او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او مامورینو، بې ځایه شویو او معوبیت لرونکو خلکو حقونه پایماله شي.

سره لدې چې طالبانو څو ځله ویلي چې په میرمنو د کار او تعلیم په برخې کې محدودیتونه موقتي دي او د حل کولو لپاره یې کار روان دی خو د بشري حقونو دې کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د واقعیتونو څخه داسې څرګندیږي چې د "ځپلو، څنډې ته کولو او بیلولو، سیستماتیک او چټک سیستم روان دی".

په اعلامیې کې ویل شوي چې د تیر کال په پرتله طالبانو خپل تبعیضي سیستم لا پراخ کړی او نیت لري چې میرمن او نجنې په داسې ناوړه توګه د بشپړ کنټرول لاندې راولي چې په ټوله کې دا کړنې جنسیتي ځورونه بلل کیدی شي.

کارپوهانو ویلي چې دا ډول کړنه د بشریت ضد جرم دی او د جنسیتي اپارتاید په هکله یې د بحث کولو اړتیا پیدا کړې.

په اعلامیې کې د طالبانو څخه غوښتل شوي چې په سمدستي توګه د میرمنو او نجونو پر ضد خپل کړه وړه بدل کړي ؛ د کار، تعلیم او سوداګرۍ اجازه دې ورکړل شي او همدې دې پریښودلې شي چې نورو نجونو او میرمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

دې کارپوهانو د طالبانو څخه دا هم غوښتي چې په سمدستي توګه دې په افغانستان کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او میرمنو لپاره د سره پرانیزي او د معیاري تعلیم لپاره دې خپلې ژمنې پر ځای کړی.

دوي همدرانګه په اعلامیې کې په طالبانو غږ کړی چې د افغانستان د مخکني حکومت د امنيتي ځواکونو او مامورینو او مدني ټولنو د فعالینو څخه دغچ اخیستل دې بند کړي او په بشپړه توګه دې د عمومي عفوې فرمان تطبیق کړي.

په همدې کال کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې د امنیت ، فساد ‍او مخدره موادو کې پرمختګونه هم د بشري حقونو څخه همدې سرغړاونو کم رنګه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG