د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: افغانستان کې بشري وضعیت لاهم وخیم دی


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې د ۷۵مې کالیزې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت دی.

نن د ډسمبر لسمه (لیندۍ ۱۹) په نړۍ کې د بشري حقونو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. سږکال دا ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب د ۷۵ کلیزې په مناسبت په نړۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کیږي.

یوناما ددغې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغانستان له واکمنو چارواکو (طالبانو) څخه بیا غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د یوه باثباته، سوله ییزې او سوکاله راتلونکې رامنځته کولو لپاره د بشري حقونو د مکلفیتونو منلو او ساتلو د اساس په توګه کار واخلي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر ۱۰ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا تصویب شوه چې د ملګرو ملتونو د غړو په منځ کې افغانستان هم د هغې د تصویب ملاتړ وکړ.

د دغې اعلامیې په متن کې راغلي: " ټول انسانان ازاد زیږیدلي او په وقار او حقونو کې سره برابر دي" او د راتلونکو بشري حقونو تصویب ته یې الهام بخښلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: "د دې ځانګړې کلیزې په مناسبت، زه غواړم واکمنو چارواکو ته یادونه وکړم چې افغانستان د یو دولت په توګه د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو غړی دی او دغه تړونونه د نړیوال قانون یو مهمه برخه ده چې افغانستان په کې تاریخي رول درلود."

اوتنبایوا زیاتوي: " واکمن چارواکي هم قانوني مکلفیت لري او هم د ټولو هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د بشري حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې پراخ مسؤلیت لري. د افغانستان راتلونکې سوکالۍ، یووالي او ثبات د تامین لپاره باید د بشري حقونو څخه ساتنه وشي."

د یوناما د اعلامیې له مخې سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راپدیخوا، د وسله وال تاوتریخوالي د کمښت له امله امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د بشری حقونو وضعیت په افغانستان کې لا هم کړکېچن دی. د واکمنو چارواکو د بشري حقونو کړنې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د سیستماتیک تبعیض له کبله چې هغوی د ورځني او عامه ژوند له ډیرو برخو څخه ایستلي، ښکاره دي.

په اعلامیه کې ویل شوي:" دې ته په کتو سره، هغه کسان چې د بشري حقونو په مالاتړخبرې کوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو په اړه، د خپل سري نیولو او توقیف، ګواښونو او سانسور سره مخامخ دي".

په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ استازې، فیونا فریزر ویلي: " د بشري حقونو ورځ د نمانځنې په درشل کې، مونږ د افغانستان د بشري حقونو مدافعینو ته، چې ګڼ شمیر یې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د بنسټیزو اصولو سولې، عدالت او ازادۍ د ساتلو په لټه کې دي، درناوی کوو او له هغوي سره خپل یووالی څرګندوو".

افغانستان کې بشري وضعیت ته غبرګونونه

د افغان میرمنو، نجونو او د بشري حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د افغان میرمنو او نجونو په اړه د طالبانو تبعیضي فرمانونه او احکام په نړۍ کې د بشري حقونو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په برخه کې د ځینو ترټولو ناوړه ډولونو څخه دي.

میرمن امیري د شنبې د ورځې ناوخته ډسمبرنهم (لیندۍ ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو څخه غوښتي چې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د رسیدلو په مناسبت دې د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي،منیژه صدیًقي، نداپرواني، پریسا ازاده او د بشري حقونو نور مدافعان، چې د افغانانو د حقونو لپاره د غږ د اوچتو په ګناه نیول شوي خوشې کړي.

میرمن امیري ویلي:" هغوی ته د سزا ورکولو پر ځای باید وستایل شي. د طالبانو تبعیضی احکام چې ښځې او نجونې په نښه کوي، په نړۍ کې د بشري حقونو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په برخه کې د ځینو ترټولو ناوړه ډولونو څخه دي".

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب د ۷۵ ومې کلیزې په مناسبت په یوه بیانیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي او د دغه حکومت تر ادارې لاندې د علومو اکاډمۍ رئیس فرید الدین محمود نومونه یې زده کړوته د افغان میرمنو او نجونو د لاس رسي د محدودولو په خاطر د امریکا د متحده ایالاتونو د بندیزونو لیست کې اضافه کړي دي.

د ښځینه افغان فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو څخه د ښځو د حقونو دڅلورو فعالانو د خوشې کیدو ترڅنګ د بشري حقونو د ټولو مدافعانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بنیټ ویلي: "د بشري حقونو د اعلامیې د تصویب ۷۵ کلیزې ته په کتنې، زه د افغانستان په دننه او بهر کې د بشري حقونو افغان مدافعانو ته چې د برابرۍ، عدالت او عزت لپاره په مبارزه کې یې خورا زیات انعطاف او غزم څرګند کړی خپلې پیرزوینې وړاندې کوم. هیڅوک باید د بشري حقونو څخه د دفاع له امله ونه نیول شي".

همداشان په ملګروملتونوکې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم ددې ورځې په مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب ۷۵ کلیزه په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونود حقونو او ازادیو په ګډون د خلکو اساسي حقونه او ازادیو څخه په څرګنده سرغړونه شوې ده.

ښاغلي فایق ویلي چې دوه کاله کیږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده کړو او کار له حق څخه محرومې دي. ښاغلي فایق ویلي: "د ژوند کولو، ازادۍ، شخصي امنیت او د خصوصي حریم له حق څخه هیڅ ډول قانوني ساتنه وجود نلري."

د بشري حقونو له افغان مدافعانو څخه د ملاتړغوښتنه

د بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ، افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري او افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ته په یو پرانیستې لیک کې چې د ډسمبر په نهم (لیندۍ ۱۸) خپور کړی له هغوی غوښتي چې په دغه هیواد کې د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې د طالبانو د ځپوونکو اقداماتود مخنیوي لپاره د خوندیتوب میکانیزمونه پیاوړي کړي او په لومړیتوب کې دې ورته ځای ورکړي.

دغو فعالانو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ښځینه فعالانې د ډیرو زیاتو ننګونو سره مخ دي، ځینې یې په ورځیني ژوند کې د خپل ځان سانسورولو او خپلو حرکتونو محدودولو ته مخه کړې او ځینې نورې چې د فرصت د موندلو په صورت کې خپل غږ اوچتوي.

د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې په دغه پرانیستې لیک کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د بشري حقونو د یو شمیر فعالانو د نیولو او د ځینو ښځینه فعالانو په مرموز ډول وژل کیدو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې د طالبانو د حکومت د سانسور له امله اکثره ددغو پیښو په اړه راپور نه ورکول کیږي.

افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې په دغه لیک کې امريکا، اروپايي ټولنې او ملګروملتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د زیانمنونکو افغانانو څخه ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG