د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو رپوټ ته د ترکمنستان غبرګون: د ښځو حقونه مو ندي محدود کړي


د ترکمنستان کلتوري ننداره
د ترکمنستان کلتوري ننداره

ترکمنستان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) د ملګرو ملتونو د یوې ادارې د رپوټ په غبرګون کې وویل چې د ښځو حقونه یې ندي محدود کړي.

د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر دفتر د مرکزي اسیا ددې هیواد پر مقاماتو د جامو د اصولو د پلي کولو او د ښځو د موټر چلولو د محدودیت په خاطر نیوکه کړې.

د بشری حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر دفتر (OHCHR) ویلي چې په دې سخت مستبد هیواد کې میرمنې او نجونې د نارینو په پرتله له ډیرو محدودیتونو سره مخامخ دي، چې په کې د دوی د جامو اغوستلو بڼه او د هغوی تګ راتګ باندې محدودیتونه شامل دي.

په دې رپوټ کې چې د حقونو د مختلفو ډلو څخه په کې شواهد راټول شوي، ویل شوي چې چارواکو د "دودیزو او اخلاقي ارزښتونو"په نامه اوصولو په ترویجولو سره د ښځو او نجونو په وړاندې د توپیري چلندونو خطر رامنځته کړی دی.

د ترکمنستان حکومت دغه تورونه رد کړي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وفا خادژیف په پلازمېنه عشق اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل: "ځنې ګډون کوونکو (چې دا ادعاوې یې کړې دي) غلط معلومات کارولي دي."

هغه زیاته کړه، "په ځانګړې توګه په ترکمنستان کې د ښځو د حقونو په اړه، د بیلګې په توګه د جامو د کوډونو په اړه شکایت، د دوی د سینګار او د موټر چلولو د اجازې" په هکله معلومات غلط دي.

هغه وويل: "په تېرو دريو کلونو کې په ترکمنستان کې شاوخوا لس زره ښځو د موټر چلولو جوازونه ترلاسه کړي دي. زموږ په هېواد کې د پوهنتون له محصلينو پرته د ښځو لپاره يونيفورم لباس نشته. زموږ مېرمنې حق لري چې د ښکلا سیګار ځایونو ته ولاړې شي."

په اکثریت میشه مسلمان هیواد ترکمنستان کې د ژوندانه په اړه ډیر لږ څه ویل شوي؛ کوم چې د بې سرحده خبریالانو په کلنۍ رپوټ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې له پای څخه پنځم ځای لري.

ترکمنستان په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې درې واکمنان درلودلي دي، چې ټولو یې د فردي واکمۍ پراخه کلتور ساتلی او په مدني آزادیو یې سخت کنټرولونه وضع کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG