د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: لبنان ته داخلېدای او هر کلی ویجاړولای شو


د اسرائیل د پوځ مشر
د اسرائیل د پوځ مشر

د اسرائیل د پوځ مشر د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومې۲۰) وویل چې پوځ یې دا توان لري چې په لبنان کې دننه هرکلی ویجاړ کړي.

د اکتوبر په اوومې نېټې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د اسرائیل پوځ او د ایران د حزب الله ډلې جنګیالي سره تقریبآ هره ورځ جګړه او د ډزو تبادله کوي. د حزب الله ډله د ایران له ملاتړ څخه برخمنه او د حماس کلکه ملاتړې ده.

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز هرزي حلوي په غزې کې د خپلو عسکرو په یوې غونډې کې ویلي چې فعالیتونو یې هغه دومره هڅولی چې که ضرورت شي، دا جګړه د لبنان خاورې ته هم انتقالولای شي.

د اسرائیل د پوځ د یوې اعلامیې په اساس حلوي ویلي: «موږ په غزه کې جګړه وکړه او که ضرورت پیدا شو، پوهېږو چې څنګه یې په لبنان کې هم وکړو.»

هغه خپلو عسکر ته وویل: «په (غزه) کې مو چې څه وکړل، په لبنان کې به داسې کلی نه وي چې تاسو ورداخلېدای نشی او ویجاړولای یې نشی.»

په غزې کې د جګړې له پیل راهېسې، د اسرائیل د پوځ او حزب الله د جنګیالیو ترمنځ نښتو کې ۱۸۸ تنه وژل شوي، چې ۱۴۱ یې د حزب الله جنګیالي‌ او څه باندې ۲۰ یې ولسي خلک دي.

د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس په وژل شویو کسانو کې درې خبریالان هم شامل دي. د اسرائیل پوځ وايي په دغو نښتو کې ۱۴ اسرائیلیان هم وژل شوي دي چې نهه یې سرتېري دي.

حزب الله وايي د حماس په ملاتړ د اسرائیل د پوځ مرکزونه په نښه کوي او اسرائیل وايي چې دوی د اسرائيل سرحد ته نژدې د حزب الله جنګیالیو د فعالیتونو د ګډوډولو لپاره په هغوی هوایي او ځمکني بریدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په لبنان کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د حماس ډلې مرستیال او د حزب الله یو قومندان وژل شوي دي. حزب الله ډلې د غچ اخیستلو ګواښ کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG