د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب الله ډله وايي د اسرائیل په برید کې یې یو قومندان وژل شوی 


د حزب الله قومندان وسیم حسن طویل د سپاه پاسدران له وژل شوي مشر قاسم سلیماني سره
د حزب الله قومندان وسیم حسن طویل د سپاه پاسدران له وژل شوي مشر قاسم سلیماني سره

د حزب الله ډله وايي چې د اسرائیل په یو هوايي برید کې یې د لبنان په جنوب کې یو قومندان وژل شوی دی. دا پېښه داسې مهال کېږي چې د غزې په جګړې کې په سیمه کې کړکیچ زیات شوی دی.

د حزب الله ډلې په اعلامیې کې راغلی دی چې وسام الحسن طویل د اسرائیل په یو برید کې وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچېنې فرانس پرس ته ویلي دي چې حسام له اسرائیل سره په سرحد کې د حزب الله ډلې د عملیاتو مشري کوله. دغې سرچېنې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي دي چې د دغه قومندان په موټر برید شوی دی.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ یې په لبنان کې د حزب الله تاسیسات په نښه کړي دي، خو د طویل د مرګ په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د حزب الله ډلې د طویل تصویرونه خپاره کړي دي، په دغو تصویرونو کې هغه د ایران د سپاه پاسدران د مشر قاسم سلیماني، د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله او د دغې ډلې د یو مشر عماد مغنیه سره لیدل کېږي.

قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کې په عراق کې د امریکا په یو هوايي برید کې او مغنیه په ۲۰۰۸ کې په سوریې کې په یوې چاودنې کې ووژل شول.

طویل د حزب الله ډلې تر ټولو لوړ پوړی مشر دی چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې وژل کېږي.

تېره اونۍ د حماس ډلې مرستیال په بیروت کې د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شو. د دغو کسانو له وژل کېدو وروسته داسې اندېښنه پیدا شوې ده چې ممکن د غزې جګړه په سیمې کې خپره شي.

د حزب الله ډلې ویلي دي چې د اسرائیل دغه برید ته به ژر ځواب ووايي.

د اروپايي ټولنې دپارلمان د بهرنیو اړیکو مسئول جوزیپ بوریل دوه ورځې مخکې د حزب الله د پارلمان د برخې له مشر محمد رعد سره ولیدل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د اسرائیل-حماس په جګړې کې دخیل نه شي.

د نومبر په میاشت کې د رعد زوی د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په یو برید کې ووژل شو.

د فرانس پرس د راپور په اساس، د اسرائیل له سرحد د باندې تاوتریخوالي کې تر دې دمه ۱۸۰ تنه وژل شوي دي چې ۱۳۵ یې د حزب الله جنګیالي او څه باندې ۲۰ نور یې، چې درې یې خبریالان دي، ولسي خلک دي.

اسرائیل وايي چې په شمالي برخه کې یې نهه سرتېري او حد اقل څلور ولسي خلک وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG