د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: طالبان د حجاب په بهانه له ټولنې څخه د ښځو حذفولو په لټه کې دي


د افغان میرمنو او نجونو د نیولو په دوام چې طالبانو یې د نیولو علت "بدحجابۍ" ښودلې د معترضو ښځو یو شمیر بنسټونو او یو شمیر فعالانو د افغانستان په دننه او بهر کې ددغو نیونو پر خلاف په ټولنیزو رسنیو کې یو کمپاین پیل کړی دی.

د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت غړو "حجاب بهانه ده، هدف د ټولنې څخه د ښځو حذفول دي" ترنامه لاندې د یو کمپاین په ترڅ کې په مختلفو ولایتونو کې د تصویري ویډیوګانو د ثبتولو او په ټولنیزو رسنیو کې د خپرولو کمپاین پیل کړی دی.

ددغه خوځښت په باورد طالبانو له خوا پر ښځو باندې د حجاب تحمیلول نه یوازې یوه بهانه ده بلکې د یوې عمدي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې په ټولنه کې د ښځو حذفولو او له خپلو لومړنیو حقونو څخه د هغوی د محرومولو لپاره ترتیب شوې ده.

دغه خوځښت ویلي: "د طالبانو د حکومت لاندې افغانستان کې ښځې د برقعې اغوښتلو ته اړ شوي دي، چې د هغوی ټول بدن په بشپړ ډول پتوي او حرکت یې محدودوي. دا ډول ظالمانه پوښښ په عمومي ژوند کې د ښځو د حذفولو لپاره د طالبانو د تمایل او هغوی خپلو خصوصي قلمرو او کورونو ته محدودول دی".

د افغانستان د ښځو غږ خوځښت په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د ښځو د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو د اختطاف پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو په چوپ پاتې کیدو انتقاد کړی دی.

دغه خوځښت په یوه اعلامیه کې ویلي: "مونږ معترضې ښځې په رسنیو کې په دوحه کې د امریکا سره د طالبانو د هوکړې د خپریدوغوښتنه کوو".

ددغه خوځښت یوې غړې هدیه صاحب زاده په یو ویديوي پیغام کې ویلي چې په نړۍ کې تل د ښځو انقلاب بریالیتوب درلود او د خپلو اساسي حقونو لپاره به د افغان میرمنو مبارزه هیڅکله هم کمرنګه نشي".

هدیه صاحب زاده ادعا کړې چې امریکا، د ملګروملتونو ټولنه او طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روان وضعیت اصلي مسوولین دي.

د معترضو ښځو په خپلسر ټوکیدلي خوځښت ددغه خوځښت د فیسبوک په پاڼه په یو پیغام کې ویلي چې د ښځو د خپلواکو غورځنګونو ائتلاف هم د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو د اقداماتو پر وړاندې د "حجاب بهانه ده، هدف د ټولنې څخه د ښځو حذفول دي" یو کمپاین پیل کړی دی.

دغه خوځښت د افغانستان له خلکو غوښتي چې د افغان میرمنو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې دغه کمپاین کې دې برخه واخلي.

دغه کمپاین په داسې حال کې پیل شوی چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي چې د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا د اسلامي حجاب د اصولو د نه مراعاتولو د ادعا پر بنسټ د ښځو او نجونو د خپلسرو نیولو او توقیف په وروستیو پېښو په ژوره توګه اندیښمنه ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي: "په دغو پلي کیدونکو اقداماتو کې فزیکي تاوتریخوالی په خاص ډول د ښځو او نجونو لپاره سپکاوی او خطرناک دي." هغې همدارنګه ویلي چې: " نیونې له ځانه سره یوه لویه بدنامي هم لري چې افغان میرمنې له ډیر خطر سره مخامخ کوي، او همداشان عامه باور له منځه وړي."

دمخه د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو او د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د "بد حجابۍ" په تور د امر معروف مامورینو له خوا د لسګونو نجونو او ځوانو مېرمنو توقیف کول په کلکه غندلي او د توقیف شویو میرمنو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په اړه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ښځو په اړه د یوناما اندیښنه بې ځایه ده .

ښاغلي مجاهد ویلی: "یوناما په افغانستان کې د حجاب په مورد له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلی چې سمه نه ده. افغان میرمنې پخپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نلري او د امربالمعروف لخوا هم له چا سره زور زیاتی ندی شوی. په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه درلود".

خو د افغان میرمنو د حقونو فعالان په دې باور دي چې د طالبانو له خوا دا ډول نیونې د ښځو د حقونو دغوښتنو د غورځنګونو د ځپلو لپاره ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG