د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: په کابل کې ځینې ښځې د بې حجابۍ د ترویج د مخنیوي لپاره نیول شوې


طالبانو د نورو بندیزونو تر څنګ د ښځو او نجونو په زده کړو هم بندیزونه لګولي
طالبانو د نورو بندیزونو تر څنګ د ښځو او نجونو په زده کړو هم بندیزونه لګولي

له هغه وروسته چې د ښځو د حقونو یو شمېر بهرنیو او کورنیو ادارو د کابل په ښار کې د ځینو ښځو په نیولو انتقادونه وکړل، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د ښځو هغه ډله یې نیولې چې دده په ادعا د بې حجابۍ د ترویج لپاره موظفه شوې وه.

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي دي چې ځینو بهرنیو کړیو یو شمېر ښځې ګمارلې وې چې په ځینو ښارونو کې بې حجابي دود کړي.

نوموړي وويل چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ښځینه پولیسو په دغې برخې کې ځینې تنبیهي کارونه کړي دي.

هغه وویل: « هغوی (ښځې) د یو یا دوو ساعتونو لپاره حوزو ته انتقال شوې او د خپلو پلرونو او وروڼو په مخکې ورته سپارښتنې وشوې او بیا پرېښودل شوې. نور څوک نیول شوي نه دي او څوک بندي نه دي.»

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت وايي چې د کابل ښار په یوولسمې حوزې او نورو سیمو کې د ښځو نیول کېدل «چې ځینو مخربو رسنیو یې په اړه راپور ورکړی» حقیقت نه لري.

دغه وزارت ته په منسوب ایکس حساب کې لیکل شوي دي چې دا سوالګرې ښځې وې، چې له لارو او کوڅو څخه ټولې شوې، بایومیټریک کېږي، میاشتنۍ تنخوا به ورته وټاکل شي او ځینې نورې لازمي مرستې به هم ورسره وشي.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې طالبانو په افغانستان کې د هغو ښځو، چې په بشپړ ډول حجاب نه کوي، د نیولو یوه نوې لړۍ پیل کړې ده. دغه سازمان د طالبانو په دغه کار انتقاد کړی و.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ جنوري پنځمه (مرغمې۱۵) په خپل ایکس حساب کې په دې اړه لیکلي وو: «د طالبانو د حجاب د قانون په اساس، د ښځو ځپل او د هغوی ناقانونه نیول په افغانستان کې د ښځو د خوځښت او بیان د ازادۍ په اړه یوه بله سرغړونه ده، د ښځو د ځپلو دا لړۍ باید ژر تر ژره بنده شي او نیول شوې ښځې باید پرېښودل شي.«

د بشري حقونو ځینو ادارو ویلي دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د کابل او غزني په ښارونو کې یو شمېر ښځې د بدحجابۍ په تور نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیت هم د جمعې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو چې د طالبانو له لوري د ښځو په نیول کېدو خواشینی دی او دا چې طالبانو د ښځو په نیولو سره د هغوی د بیان ازادي محدوده کړې او ټول حقوق یې له خطر سره مخامخ کړي دي. نوموړي له طالبانو غوښتي وو چې نیول شوې ښځې دې ژر تر ژره پرېږدي.

د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت په نوم د افغان میرمنو د حقونو یو خوځښت تیره اونۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو د "بدحجابۍ په بهانه" او د ویډیو د ثبتولو پر مهال سلګونه نجونې نیولي او نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ درییم (مرغومې ۱۳) په یوه اعلامیه کې د افغان میرمنو نیولو باندې اندیښنه ښودلې وه او ددغې لړۍ د ژر ترژره د بندیدو غوښتنه یې کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG