د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان:منیژه صدیقي د طالبانو زندان کې حقوقي او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري


عکس کې له چپ لورې څخه ښي لورې ته درییمه ښځه منیژه صدیقي ده چې د طالبانو زندان کې ورځې شپې سبا کوي
عکس کې له چپ لورې څخه ښي لورې ته درییمه ښځه منیژه صدیقي ده چې د طالبانو زندان کې ورځې شپې سبا کوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د بشري او د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د طالبانو په زندان کې حقوقي او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نلري.

دغه سازمان د دوشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۲( سلواغې دوییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې د ژر ترژره او پرته د قید او شرط څخه د میرمن صدیقي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي:" هغه وکیلانو، د کورنۍ سره منظم ملاقاتونواو روغتیايي خدمتونوته لاس رسی نلري".

د افغان میرمنو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا نیول شوې ده. د بخښنې نړیوال سازمان د میرمن صدیقي نیول په خپلسر نیول ګڼلي دي.

په عین وخت کې د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د ښځو د حقونو یو خوځښت په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو په اړه چې دغه خوځښت " جنایت" ګڼلی د نړیوالې ټولنې چوپ پاتې کیدلو باندې انتقاد کړی دی.

دغه خوځښت ویلي چې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو د حضورعادي کول د بشری حقونو د بې اعتباره کیدو سبب ګرځي.

د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د طالبانو له خوا د "بدحجابۍ" په بهانه د ښځو نیولو یادونه کړې او ادعا یې کړې چې د ښځو د ځپلو دا اقدمات د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" له خوا د د طالبانو سره د تعامل د غوښتنې وروسته زیات شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" هغه څه چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې د بشري حقونو د ارزښتونو پر وړاندې بې باوره کوي، په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو د بشریت ضد جنایاتو په ځانګړي ډول د ښځو او زیانمنوونکو قومونو پر وړاندې له لیرې څخه د بشري حقونواود ښځو حقونو د ټیکه دارانو سیال او په واک کې د هغوی ساتل دي".

د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په یو راپور کې ویلي چې طالبان په ځانګړي ډول د طالبانو د حکومت د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت او ددغه وزارت اړوند ادارې د ښځو د کار او زده کړو او د حرکت د ازادۍ په حقونوباندې د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی.

همداشان دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو فعالانو، بشري حقونو ملاتړو، خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې څخه پرته په منځنۍ او ثانوي دورو او په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سګټورونو پرته په ټولو دولتي ادارو کې او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو مشرانو د لومړنۍ دورې پرته د نجونو او ښځو د تعلیم او له کور بهر د ښځو د کار د بندیز د لیرې کولو په اړه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو پرله پسې غوښتنو تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی. خو د طالبانو یو شمیر چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG