د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران استازی هیله لري دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په اړه موافقې وشي


د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي هیله ښودلې چې د قطر په پایتخت دوحه کې به په را روانه غونډه کې د افغانانو د ژوند د ښه کیدو په تړاو ښې موافقې وشي.

قمي د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې ویلي چې د سیمې او ګاونډ هیوادونه د بل هر وخت څخه زیات افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو لپاره دغه هیواد سره د تعامل او همکارۍ په لټه کې دي.

هغه په کابل کې وروستي جوړ شوي سیمه ییز کنفرانس ته په اشارې ویلي: " نن د افغانستان مصالح او ګټې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره غوټه شوي، له همدې امله هیله لرم چې د دوحې غونډه کې به چې د ایران د اسلامي جمهوریت په حضور کې دایریږي رغنده ډیالوګ او ښې موافقې وشي او د افغانستان د وضعیت سره به مرسته وکړي".

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا کې زیاتیدلی شي.

کاظمي قمي ویلي چې پرته له شک څخه نړیواله ټولنه د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې رول ادا کولی شي. هغه ویلي:" په نړیواله کچه هرنوښت چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کیدو په برخه کې رول ولوبوي، د ایران اسلامي جمهوریت ورڅخه ملاتړ کوي."

همداشان هغه ویلي چې نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د امنیت شورا باید د "افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د نوښت د غونډې" ملا وتړي.

له غونډې سره د پرېکون غوښتنه

په عین وخت کې معترضو افغان میرمنو د طالبانو د حکومت د مخالفو ډلو له خوا ددغې غونډې سره د پریکون غوښتنه کړې ده. د ظریفې سالنګي په نوم یوې معترضې میرمن رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې د افغانستان له خلکو غوښتي چې د دوحې د غونډې پر وړاندې دې اعتراض وکړي.

ظریفې سالنګي ویلي چې باید دوې ته اجازه ورنکړل شي چې نړیواله ټولنه او په سر کې د امریکا متحده ایالات د یوې تروریستي ډلې سره تعامل او معامله وکړي.

د مسعوده کوهستاني په نوم یوې بلې معترضې ښځې هم ویلي چې نړیواله ټولنه څنګه ځانته اجازه ورکوي چې یوې تروریستي ډلې ته مشروعیت ورکړي.

د دوحې راروانه غونډه د ملګروملتونو د عمومي منشي په کوربتوب ددغې ټولنې دوییمه مشورتي غونډه ده چې په قطر کې جوړیږي. طالبانو حکومت ویلي چې د دوحې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو ملګروملتونو لا په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون د بلنې اعلان نه دی ګړی.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړنۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG