د لاس رسي وړ اتصالات

معترضې ښځې: د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو جوړیدو هدف باید د طالبانو د حکومت پرځول اوسي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان د سیاسي مشارکت شبکې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د دویمې مشورتې غونډې د اجندا په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغسې غونډو هدف او پایلې باید د طالبانو حکومت ته د یو بدیل حکومت رامنځ ته کول اوسي.

دغې شبکې د دوحې د راروانې غونډې د جوړیدو په درشل کې ویلي چې د افغانستان سیاسي او ټولنیز وضعیت پیچلتیا ته په کتنې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه او داخلي ادارې په افغانستان کې ددغه هیواد د اوسیدونکو د اساسي حقونود خوندیتوب او د جنسیتي برابرۍ لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د روانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره دوییمه مشورتي غونډه جوړه شي.

د افغانستان د سیاسي مشارکت شبکې ویلي: "په عمومي ډول د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د افغانستان په مسله کې د ښکیلو هیوادونو څخه زمونږ د افغان میرمنو غوښتنه داده چې ددغسې غونډو پایلې او هدف باید دا اوسي چې د طالبانو رژیم له منځ څخه لیرې شي او په افغانستان کې یو دیموکراتیک جمهوري ټولشموله نظام د خلکو د رایو پر اساس وټاکل شي، ترڅو افغان میرمنې او نجونې ازادۍ او په بشپړې برابرۍ ته ورسیږي".

د طالبانو حکومت د دغې شبکې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

خو په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسی چارو مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د دوحې د غونډې په اړه خبرې کړي دي.

په دغه خبرپاڼه کې چې د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ شپږم (سلواغې ۱۷) خپره شوې د فریدون سینیرلي اوغلو له قوله ویل شوي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې غونډې وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.

په دې خبرپاڼه کې د سینیرلي اوغلو له قوله ویل شوي: "هيڅوک د افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) د نسکورېدو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت (طالبانو حکومت) له نړیوالې ټولنې سره وصل شي".

په دې خبرپاڼه کې د فریدون سینیرلي اوغلو له قوله دا هم ویل شوي چې ځينې نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته باید د طالبانو حکومت ژمن و اوسي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د مولوي عبدالکبیر سره ددې کتنې دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم کتلي و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د سینیرلي اوغلو له قوله ویلي و چې هغه د ښاغلي متقي سره په کتنه کې له طالبانو غوښتي و چې د دوحې غونډې ته دې یو لوړپوړی پلاوی واستوي.

د افغانستان د سیاسي مشارکت شبکې د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته په اشارې ادعا کړې چې طالبانو ددغې هوګړې هیڅ کوم شرط باندې عمل نه دی کړی، بلکې د سلګونو فرمانونو په صادرولو سره یې افغان میرمنې د خپلو ټولو اساسي حقونو څخه محرومې کړي دي.

دغې شبکې ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ددغه هیواد په تړاو یو شمیر زیات کنفرانسونه او غونډې جوړې شوي دي، خو ددغې شبکې د ادعا له مخې تراوسه په افغانستان کې د افغان میرمنو د اساسي حقونو او د جنسیتي برابرۍ لپاره کومه جدي هڅه نه ده شوې.

دغې شبکې ویلي چې د ښه او اغیزمن بدلون لپاره باید چې نړیوالې غونډې د خپلو ژمنو د عملي کیدو لپاره میکانیزم هم ولري.

دغې شبکې ویلي: "ملګري ملتونه باید په پام کې ولري چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول زیانمنونکی قشر ښځو او نجونو د بنیادي حقونو د تضمین او ملاتړ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي، چې په کې د ښځو او نجونو د امنیت ټینګیدل، د زده کړو او روغتیايي خدمتونو پرمختګ، د جنسیتي برابرۍ د فرهنګ وده او د خلکو له خوا رامنځ ته شوې ټولنې په کې شاملې دي".

د افغانستان د سیاسي مشارکت شبکې په دغه اعلامیه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت ته د اقتصادي ملاتړ د برابرولو د بندیدلو په ګډون پر دغې ډلې باندې فشارونه او محدودیتونه ولګوي ترڅو په افغانستان کې روان بحران ته د حل لار وموندل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG