د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: منځنی ختیځ پراخې جګړې ته نږدې شوی


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کازان کې د بریکس په سرمشریزه کې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کازان کې د بریکس په سرمشریزه کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبې اکتوبر ۲۴ (لړم دریمه) وویل منځنی ختیځ د یوې پراخې جګړې نښتلو ته نږدې شوی دی.

پوتین د روسیې په کازان کې د نړۍ د ګڼو مشرانو یوې غونډې ته وویل: "پوځي عملیات چې یو کال وړاندې په غزه کې پیل شول اوس لبنان ته خپاره شوي دي. د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن شوي دي."

د بریکس غونډې ته په وینا کې پوتین زیاته کړه: "د اسرائیل او ایران ترمنځ د تقابل اندازه ډیره لوړه شوې ده. دا هر څه سره تړلي دي او منځني ختیځ یې د یوې پراخې جګړې نښتلو ته نږدې کړی دی."

دغه غونډې ته چې د فلسطین د ادارې مشر محمود عباس هم پکې ګډون کړي، پوتین وویل چې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو پرته په منځني ختیځ کې ناامني نه ختمیږي.

د روسیې ولسمشر وویل: "په فلسطیني خاوره کې د سولې او ثبات د تامینولو لپاره عمده غوښتنه د دوو دولتونو رامنځته کول دي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې او د امنیت شورا تائید کړې ده."

پوتین زیاته کړه چې دا کار به "د فلسطینیانو په وړاندې تاریخي بې عدالتي هم اصلاح کړي او ترڅو چې دغه مسئله حل او فصل نشي، د ناامنیو د شیطاني دوران ماتول هم ناممکن دي."

د روسیې ولسمشر دا څرګندونې د بریکس سازمان په سرمشریزه کې چې روسیه یې ددې کال ترپایه نوبتي مشري کوي، په داسې حال کې کړي چې پر اسرائیل باندې د حماس د یو برید وروسته د تېر یو کال راهیسې په غزه کې جګړه روانه ده او د تیرې یوې میاشتې راهیسې اسرائیل په لبنان کې د حزب الله له ډلې سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شوی دی.

د بریکس په درې ورځنۍ سرمشریزه کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان برسېره د څه باندې ۲۰ هېوادونو مشرانو برخه اخیستې وه.

په دې راپور کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG