د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین خامنه يي ته: په اسرائيل باندې په بریدونو کې دې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي


د ایران حکومت دوو لوړ پوړیو مقاماتو ویلي‌ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي څخه غوښتي هغه برید ته، چې شک کېږي اسرائیل به کړی وی، د تهران په محدود غبرګون کې دې د ولسي تلفاتو مخه ونیول شي.

څو ورځې مخکې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه ووژل شو، ایران وايي دا کار اسرئیل کړی او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی،، خو اسرايئل په دې اړه لا کومه تبصره نه ده کړې.

ایراني سرچېنو،‌ چې د رویټرز خبري اژانس یې نومونه نه دي اخیستې، ویلي دي‌ چې د روسیې د امنیت شورا مشر سرګي شویګو تېره ورځ په تهران کې د پوتین پیغام خامنه يي ته وسپاره.

د راپور په اساس تهران له روسیې څخه غوښتي دي چې د سو-۳۵ جټ جنګي روسۍ الوتکې ایران ته ورکړي.

رویټرز وايي په دې اړه یې روسي مقامات پوښتلي، خو هغوی لا کومه تبصره نه ده کړې. د روسیې دولتي‌ اژانس نن راپور ورکړ چې شویګو د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په هکله له ایراني ‌مقاماتو سره غږېدلی.

ایراني سرچېنو ویلي چې تهران ته د شویګو د سفر هدف د مسکو د هغو هڅو یوه برخه ده چې له ایران څخه غواړي ‌د اسماعیل هنیه د وژنې په غچ اخیستو کې له زغم څخه کار واخلي. روسیې په هنیه باندې برید «یو خطرناک ترور» بللی دی.

د سرچینو په حواله هغه کسان چې د هنیه په ترور کې لاس لري غواړي منځنی ختیځ د سیمې یوې لویې جګړې ته ټيل ووهي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د تهران او مسکو روابط قوي شوي دي ‌او سرچېنې وايي‌ چې دواړه هېوادونو اوس د دوه اړخیزو لویو همکاریو د تړون لاسلیک کولو ته چمتوالی نیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم لا د پوتین د غوښتنې په اړه کومه تبصره نه ده کړې. ایران تېره ورځ وویل چې نه غواړي په سیمه کې شخړه زیاته شي، خو په سیمه کې د لا ډېرې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره یې «اسرائيل ته د مجازاتو» د ورکولو په اړتیا ټېنګار وکړ.

امریکايي چارواکو په منځني ختیځ کې د یوې لویې سیمه ایزې جګړې خبرداری ورکړی دی. رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي مقام له خولې لیکلي دي‌ چې اسرائیل ته به د ایران او حزب الله د ځواب ورکولو اندازه د دغې احتمالي جګړې ټاکونکی‌ عامل وي.

سره له دې چې د سیمې او لویدیځ هېوادونه له ایران څخه غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او سنجول شوی غبرګون وښيي،‌ خو ایراني چارواکي وايي چې تهران به د هنیه د وژلو په اړه «سخت» ځواب ورکړي.

د حزب الله ډلې یوې سرچېنې رویټرز ته ویلي دي چې « له اسرائیل څخه غچ اخیستونکی برید حتمی دی او له دې وروسته دپلوماسي عملي انتخاب نه» دی. دغې سرچېنې ویلي دي ایران غواړي چې ځواب «سخت» وي، خو سیمه ایزه شخړه نه غواړي. دې سرچېنې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه رد نه کړه.

رویټرز همدغه راز د یو امریکايي مقام، چې د منځني ختیځ په چارو کې دخېل دی، له خولې لیکلي دي د واشنګټن چې څومره توان و هڅه یې کړې چې«ټول اړخونه په هغې لارې باندې، چې بېرته راتګ پرې نه شته، له تګ څخه راوګرځوي».

دغه امریکايي مقام ویلي دي‌ چې د اروپا او سیمې هېوادونه هم باید په دې اړه هلې ځلې وکړي. په قطر کې چارواکو ویلي‌ دي چې له تهران سره په دوامدار تماس کې دي چې د شخړې د ډېرېدو مخه ونیول شي.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواف ګالانت تېره ورځ وویل چې هېواد یې هر ډول احتمالي سناریو ته چمتو دی. د اسرائيل په ارزونو خبرو دوو سرچېنو ویلي‌ دي چې د ایران او حزب الله بریدونو ته به د اسرائیل غبرګون د بریدونو په تلفاتو پوره اړه ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG