د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په منځني ختیځ کې د تشدد کموالي غوښتنه وکړله


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن دوشنبه اګست پنځمه ( زمري ۱۵) وویل چې هیواد یې شپه او ورځ کار کوي چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ ډیروالي مخه ونیسي او یو ځل بیا یې د حماس څخه وغوښتل چې د اوربند له لارې د تشدد "دوران مات" کړي.

پداسې حال کې چې ایران په تهران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته د غچ اخیستو لپاره تیاری نیسي، د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات وویل چې د کړکیچ ډیروالی یوازې د " ډیرې شخړې، ډیر تشدد او ډیرې نا امنۍ" سبب کیږي.

ښاغلي بلینکن چې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، " مونږ په جدي دیپلوماسۍ کې اخته یو، تقریقاً شپه او ورځ او یو ساده پیغام لرو. ټولې خواوې باید د کړکیچ ډیروالي څخه ډډه وکړي".

متحده ایالاتو همدارنګه په سیمې کې د نورو هیوادونو څخه غوښتي چې د دیپلوماتیکي تعامل له لارې ایران ته دا پیغام ورسوي چې د کړکیچ ډیروالی د هیچا په ګټه ندي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر د یو شمیر هیوادونو سره د ټیلیفون د لارې په تماس کې دی چې کړکیچ آرام کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې واشنګټن د ټولو امکاناتو لپاره تیاری نیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثانی او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي سره په منځني ختیځ کې د کړکیچ په هکله خبرې وکړلې.

ښاغلي میلر زیاته کړه، " د تعامل یوه نقطه چې مونږ یې لرو دا ده چې له هیوادونو څخه غواړو ایران ته دا پیغام ورسوي او دا ورته واضح کړي چې د کړکیچ ډیروالي د هغوي په ګټه ندی او دا چې په اسرائیل باندې بل برید کول یې په ګټه ندي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا ونه ویل چې آیا د واشنګټن دا پیغام ایران ته رسیدلی که نه خو د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي تیره ورځ تیره ورځ ایران ته تللی و چې د نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري سره یې کتلي و.

د صفدي تر سفر وړاندې په عمان کې شاهي محکمې ویلي وو چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د اردن باچا عبدالله سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او په سیمې کې د خطرناک وضعیت په هکله یې ورته خبر ورکړی.

د اردن د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې باچا عبدالله په دې خبرو کې د جګړې د ډېرېدو مخنیوي او امنیت لپاره د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې.

د دې ملاقات څخه وروسته د اردن باچا عبدالله د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره په ټیلیفون کې خبرې وکړلې خو د خبرو جزیات یې په ډاګه نشول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG