د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې کړکېچ؛ بایډن د ملي امنیت غونډه راغوښتې


د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) د ملي امنیت له چارواکو سره په داسې حال کې غونډه کوي چې اسرائیل خبرداری ورکړی چې ایران او د تهران ملاتړې ډلې به پر اسرائیل باندې د برید په صورت کې "لوړه بیه" پرې کړي.

په منځني ختیځ کې د کړکیچ د زیاتېدو سره هم مهاله، ټاکل شوې چې بایډن نن د اردن له پاچا عبدالله سره هم خبرې وکړي. د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي له دې وړاندې تهران ته تللی و او هلته یې د کړکېچ د مخنیوي او سیمه ایز ثبات غوښتنه کړې وه.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د یکشنبې په ورځ له خپل اسرائیلي سیال یواف ګالانت سره په خبرو کې د ایران او د لبنان د حزب الله او یمن د حوثیانو په څېر په سیمه کې د تهران د ملاتړو ډلو "د ګواښ پر وړاندې د اسرائیل د امنیت او دفاع له حق څخه د امریکا په اوسپنیز ملاتړ" ټینګار وکړ.

پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې "د امریکا د پوځ پر هغو خوځښتونو خبرې وکړې چې موخه یې په سیمه کې د امریکايي سرتیرو ساتنه، د اسرائیل د ملاتړ پیاوړتیا او په سرحدونو کې د تاوتریخوالي مخنیوی دی."

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې سیمې ته یې یوه ستره جنګي بیړۍ او اضافي هوايي ځواکونه لیږلي دي. امریکايي چارواکو ددې اقداماتو موخه په سیمه کې د شخړې کمول ښودلي دي.

تېره اونۍ په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي په یو بیان کې وویل چې "موږ ددې بدل اخیستل خپله دنده بولو." هنیه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایراني مقاماتو په حواله راپور ورکړی چې خامنه‌يي د هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسرائیل باندې د مستقیم برید امر کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي فاکس تلویزیون ته وویل: "کله چې مذهبي مشر [خامنه‌يي] د غبرګون ښودلو خبره کوي، موږ یې باید جدي وګڼو او باور ترلاسه کړو چې ورته تیار اوسو."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشبنې په ورځ وویل چې ایران او ملاتړې ډلې یې هڅه کوي چې د "ترهګرې په ځاله کې" اسرائیل محاصره کړي.

نتنیاهو وویل: "موږ په نږدې او لیرې هر ډګر کې د دوی په وړاندې درېدو ته تیار یو. هر هغه څوک به، چې موږ ته د زیان اړولو هڅه کوي، لوړه بیه پرې کړي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشبنې په ورځ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د مخنیوي پر بیړنۍ اړتیا خبرې وکړې.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بلینکن او سیالانو یې "د اسرائیل د امنیت لپاره پر خپلو ژمنتیاوو ټینګار وکړ او له ټولو خواوو څخه یې د کړکیچ د مخنیوي‌غوښتنه وکړه."

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ وویل له لبنان څخه یې یو شمیر مشکوک هوایي بریدونه شنډ کړي. په یو هوايي برید کې د اسرائیل په شمال کې دوه اسرائیلي سرتیري ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت هم ددغه هېواد په جنوب کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

په غزه کې شاوخوا لس میاشتې مخکې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، اسرائیل او حزب الله نږدې هره ورځ پر یو بل توغندي واروي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د جنګیالیو له برید څخه پیل شوه چې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول. اسرائیل ددې برید په غچ کې د حماس د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۳۹۵۸۰ کسان وژل شوي دي. وزارت په دغو شمیرو کې د جنګیالیو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر نه کوي.

اسماعیل هنیه د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره په خبرو اترو کې د حماس استازیتوب کاوه. د هغه وژنې د قطر، مصر او متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د سولې د خبرو د دوام په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

ددې راپور ځینې معلومات د اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز له اژانسونو اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG