د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: منځني ختیځ کې مو د اقداماتو هدف دفاعي او د شخړې کمول دي


د امریکا پوځ وايي چې په منځني ختیځ کې یې وروستي‌ اقدمات دفاعي دي
د امریکا پوځ وايي چې په منځني ختیځ کې یې وروستي‌ اقدمات دفاعي دي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا وايي چې په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو ورستي اقدامات، چې په کې له لبنان څخه امریکايي اتباعو ته د وتلو سپارښتنه او منځني ختیځ ته د نورو امریکايي ځواکونو استول شامل دي، دفاعي او د پېښو د مخنیوي اقدامات دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال جانتن فاینر د یکشنبې په ورځ اګست څلورمه (زمری۱۴) د سي بي اس تلویزوني شبکې ته وویل: «زموږ هدف د شخړو کمول دي، مخنیوی یې دی او زموږ هدف د اسرائیل دفاع ده.»

نوموړي وویل چې امریکا هڅه کوي هرې ممکنه پېښې او سناریو ته چمتو وي.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو او همدغه راز په لبنان کې د اسرائیل په برید کې د حزب الله د یو مشر فواد شکر له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې شخړې امکانات زیات شوي دي.

د حزب الله ډلې او ایران حکومت د هنیه او شکر د وژلو د غچ اخیستو ژمنې کړې دي.

د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په سیمه کې د مېشتو امریکایي ځواکونو او اسرائيل د دفاع لپاره به منځني ختیځ ته نور پوځي دفاعي امکانات او ظرفیتونه استوي.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاندې مرستیالې، سبرینا سینګ وویل چې د دغو اضافي تجهیزاتو ځای په ځای کول د ایران او د دغه هېواد د ملاتړو تندلارو ډلو د ګواښونو ځواب دی. هغې وویل چې دا اقدامات دفاعي دي او د «مخنیوي» پیغام لېږدوي.

نوموړې په دې اړه جزیات ورنه کړل چې څه ډول ظرفیتونه او تجهیزات به استول کېږي، خو پنټاګون په یوې جلا اعلامیې کې ویلي دي چې په دغو تجهیزاتو کې به نوې الوتکې او جنګي بېړۍ وي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د شخړې د امکاناتو په زیاتېدو سره، د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو په لبنان کې خپلو اتباعو ته ویلي چې له هغه هېواد څخه ووځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG