د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخیدو ویره پیدا شوې


که له یوې خوا د حماس سياسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې بدل اخیستو په خاطر ایران او متحدینو یې د شنبې په ورځ اګست دریمه ( زمري ۱۳) تیاری ښودلی، بل پلو متحده ایالاتو چې د اسرائیل یو تر ټولو مهم ملاتړی دی، ویلي چې منځني ختیځ ته جنګي کښتۍ او جنګي جیټ الوتکې استوي.

غربي هیوادونو هم په لبنان کې چې د حزب الله وسله والې ډلې مرکز دی، د خپلو اتباعو غوښتي چې هر څومره ژر امکان لري د لبنان څخه دې ووځي. الوتکو وار د مخه د بیروت هوایي ډګر څخه پروازونه فسخ کړي

ایران او د "مقاومت متحدینو" یې ویلي چې د اسماعیل هنیه بدل به اخلي او اسرائیل بیا د شنبې په ورځ هم په لبنان کې د حزب الله په ډلې بریدونه کړي، په قبضه شوې لویدیځه غاړه کې یې چاپه اچولې او د غزې په مرکزې برخې کې یو ښوونځي باندې برید کړی چې د سیمه ایزو چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۵ تنه پکې وژل شویدي.

د حماس سیاسي مشر د جمعې په ورځ په قطر کې خاورو ته وسپارل شو او ایراني چارواکو د شنبې په ورځ ویلي چې د حزب الله وسله والې ډلې څخه هیله لري چې یوازې د اسرائیل په نظامي اهدافو نه بلکې پدې هیواد کې دننه اهداف په نښه کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت بیا ویلي چې په منځني ختیځ کې د خپل نظامي پرسونل خوندیتوب او د اسرائیل دفاع لپاره، په سیمې کې خپل نظامي حضور قوي کوي.

پنټاګان ویلي چې د USS Theodore Roosevelt په نامه جنګي کښتۍ چې د الوتکو لیږدولو وړتیا لري، د یوې بلې جنګي کښتۍ پر ځای منځني ختیځ ته استوي.

د دفاع وزیر همدارنګه امر کړی چې نورې جنګي کښتۍ چې د بالاستیک توغندیو دفاع او له منځه وړلو وړتیا لري، منځني ختیځ او هغو سیمو ته واستول شي چې په اروپا کې د متحده ایالاتو د نظامي قوماندانۍ لاندې راځي.

ښاغلي آسټن منځني ختیځ ته د جنګي جیټ الوتکو استولو امر هم کړی.

متحده ایالاتو ویلي چې د ایران د برید په ځواب کې اسرائیل یوازې نه پریږدي. جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته وویل چې واشنګټن د ایران د ټولو ګواښونو په وړاندې د اسرائيل د امنیت دفاع ته ژمنه ده.

په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعې خرابوالي له کبله، د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ لامي د شنبې په ورځ د خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې په سمدستي توګه له لبنان څخه ووځي.

ښاغلي لامي ویلي، " کړکیچونه لوړ دي او وضعیت ښایي په چټکۍ سره خراب شي".

په لبنان کې د متحده ایالاتو سفارت هم د خپلو اتباعو څخه غوښتي چې له هرې لارې کیږي، د الوتکو ټکونه دې واخلي او ژر تر ژره دې لدې هیواد څخه ووځي.

سویډن بیا ویلي چې په بیروت کې خپل سفارت تړي او له خپلو اتباعو یې د وتلو غوښتنه کړې.

دې هیوادونو داسې مهال د لبنان څخه د خپلو اتباعو د وتلو غوښتنه کړې چې د اسرائیل د دفاع وزیر یوواف ګلانت د جمعې په ورځ وویل چې د ایران او "ګوډاګي ځواکونو" په مقابل کې د اسرائیل د دفاع لپاره دې نړیوال ائتلاف جوړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG