د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس مشر په تهران کې وژل شوی


د حماس مشر د ایران نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.
د حماس مشر د ایران نوي جمهور رئیس د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه وایي چې د حماس ډلې مشر، اسماعیل هنیه د دې هیواد په پایتخت تهران کې وژل شویدی.

سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې په تهران کې د اسماعیل هنیه د اوسیدو په ځای برید شوی خو دا یې ندي ویلي چې برید څه ډول او چا کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ښاغلي هنیه یو ساتونکی هم پدې برید کې وژل شوی.

د ایران په دولتي تلویزیون کې د حماس مشر د ترو جزیات ندي ورکړل شوي او تر اوسه هیچا د هغه د وژلو ادعا نده کړې خو د قتل شک به یې په اسرائیل راځي.

د حماس ډلې هم د چارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې مشر یې د اسرائیل په هوایي برید کې وژل شویدی.
حماس په یوې اعلامیې کې ویلی، "ورور، مشر، مجاهد اسماعیل هنیه د خوځښت مشر د تهران په مرکزي دفتر کې په صیحونیستي برید کې وژل شوی".

د حماس ډلې په اعلامیې کې ویلي چې مشر یې تهران کې د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و.

اسرائیل هم تر اوسه د حماس مشر وژل کیدو په هکله تبصره نده کړې خو د اکټوبر اوومې نیټې بریدونو څخه وروسته چې ۱۲ سوه تنه پکې وژل شوي وي، د حماس د ډلې مشر اسماعیل حانیه او نورو چارواکو د وژلو هوډ یې څرګند کړی و.

تر دې وړاندې د اسماعیل هنیه درې زامن هم په غزې کې د اسرائیل په هوایي برید کې وژل شوي و.

دا برید چې د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې شوی و، د حماس د مشر درې لمسیانې او یو لمسی هم وژل شوي و.

غبرګونونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل بوگدانوف د چهارشنبې په ورځ د اسماعیل هنیه وژل کیدل " د نه منلو وړ سیاسي ترور" یاد کړی او دا اقدام یې غندلی دی.

بوگدانوف د روسیې دولتي اژانس RIA Novosti ته وویل:" دا په بشپړ ډول د نه منلو یو سیاسي ترور دی او د لا زیاتې ترینګلتیا سبب به شي".

د طالبانو حکومت ددې برید په اړه په یوه اعلامیه کې چې د ارګ له خوا خپره شوې د اسماعیل هنیه کورنۍ او ملاتړو سره خواخوږي ښودلې او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

په دې اعلامیې په اسلام کې د شهادت د ارزښت او مرتبې په اړه څرګندونې شوي او ویل شوي چې د طالبانو حکومت د فلسطین له خاورې د حماس دفاع اسلامي او انساني وجیبه ګڼلې او پر غزه او فلسطین باندې د اسرائیلو بریدونه په سختو ټکو غندي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومنت] د فلسطین د سپیڅلې خاورې د حماس د اسلامي غورځنګ دفاع اسلامي او انساني وجیبه ګڼي...ددغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي".

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د اسماعیل هنیه وژل " شرم وړ ترور" بللی، هغه یې غندلی او ویلي دي چې د حماس پخوانی مشر د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان متحد وو.

په اعلامیه کې ویل شوي:" مونږ په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د رهبر هنیه د شرم وړ ترور غندو". په دې اعلامیه کې ویل شوي چې ددې برید هدف سیمې ته د غزې د جګړې پراخیدل دي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسماعیل هنیه وژل به "بې ځوابه پاتې نشي".

د حماس د سیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق په یوه اعلامیه کې ویلي: " د رهبر اسماعیل هنیه ترور یو بزدلانه ادقدم دی او بې ځوابه به پاتې نشي".

د فلسطین د ادارې رئیس محمود عباس د چهارشنبې په ورځ د اسماعیل هنیه وژل کیدل " بزدلانه عمل" په توګه یاد کړ او د فلسطینانو څخه یې وغوښتل چې د اسرائیلو پر وړاندې متحد پاتې شی.

د محمود عباس دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي: " د فلسطین د دولت رئیس محمود عباس د حماس د رهبر اسماعیل هنیه ترور په سختو ټکو غندلی دی".

همداشان په دې اعلامیه کې ویل شوي چې " محمود عباس له خلکو او زمونږ له ځواکونو غوښتي چې د اسرائیلو د تیري پر وړاندې متحد، زغم لرونکي او په اسقامت کې پاتې شي".

تراوسه هیڅ کومې ډلې پر اسماعیل هنیه باندې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو اسرائیلو حکومت تیره ورځ ویلي وو چې اسماعیل هنیه او د حماس نور مشران چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې د بریدونو مسوولیت په غاړه لري به ووژني.

د اوږدو کلنو راهیسې اسرائیل د ایران د اتومي پروګرام د پوهانو او ددغه هیواد اتومي پروګرام اړوند کسانو د ترور په پیښو کې د شکمن په توګه ګڼل کیږي.

په منځي ختیځ کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اووم جګړه هغه مهاله پیل شوه چې د حماس ډلې د اسرائیلو په جنوب باندې پراخه بریدونه وکړل. د اسرائیلي چارواکو د وینا پر اساس د حماس سخت دریځو په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۱۷۰ کسان ووژل او نږدې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل ونیول.

دا برید ددې سبب شو چې اسرائیل د غچ د اخیستلو په اقدام کې د غزې په تړانګه کې پراخه عملیات پیل کړل. په دغو نظامي عملیاتو کې د درنو انساني تلفاتو تر څنګ د غزې د تړانګې لویه برخه ویجاړه شوې ده.

د غزې په تړانګه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا پرته د نظامیانو او ملکیانو د تفکیک څخه ویلي چې پر غزه باندې د اسرائیلو د تهاجمي عملیاتو له پیل څخه راهیسې ۳۹ زره او ۳۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۹۰ زره او ۹۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې د رویټرز، اسو شیتد پرس او فرانس پرس د خبري اژانسونو له راپورونو کار اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG