د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په منځني ختیځ کې خپلې دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي- پنټاګون


په سره سمندرګي کې د امریکا د ایزنهاور پوځي بیړۍ کې یوه جیټ الوتکه د ښکته کېډو پر مهال (عکس: ارشیف)
په سره سمندرګي کې د امریکا د ایزنهاور پوځي بیړۍ کې یوه جیټ الوتکه د ښکته کېډو پر مهال (عکس: ارشیف)

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۲) وویل، په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د ساتنې او د اسرائیل د دفاع سره د مرستې په برخه کې د خپلو دفاعي وړتیاوو د لوړولو پلان لري.

دا اعلان وروسته له هغه کیږي چې ایران او سیمه ایزو متحدینو یې په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه او په بیروت کې د حزب الله د قوماندان فواد شکر د وژل کېدو وروسته د غچ اخیستو خبرداری ورکړی او په سیمه کې د پراخې جګړې نښتلو وېره زیاته شوې ده.

د پنټاګون د مطبوعاتي مرستیالې سبرینا سینګ وویل چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید استن به "په سیمه کې د متحده ایالاتو ځواکونو ته د سرتیرو د محافظت د پیاوړي کولو په موخه د راتلونکو خوځښتونو لارښوونه وکړي، ترڅو د اسرائیل دفاع ته لوړ ملاتړ چمتو کړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې متحده ایالات دغه پراخېدونکي بحران ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دي."

سینګ ددغو خوځښتونو په اړه خبریالانو ته نور معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې دا به د اړتیا سره سم د دفاعي وړتیاوو په اړه وي.

اسرائیل د سه شنبې په ورځ په بیروت کې د حزب الله قومندان فواد شکر وواژه، او د هغه وژنه یې د ګولان په لوړو کې د تېرې اونۍ د راکټي بریدونو غبرګون وښود.

څو ساعته وروسته، د حماس مشر اسماعیل هنیه د ایران په پلازمینه کې ووژل شو. د هنیه د وژل کېدو په اړه اسرائیل تر اوسه څه نه دي ویلي.

حزب الله ته نږدې یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل چې ایراني چارواکو د چهارشنبې په ورځ په تهران کې په سیمه کې "د مقاومت محور" په نوم د ایران ملاتړ لرونکو اسرائیل ضد ډلو له استازو سره وکتل ترڅو د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.

له غونډې څخه باخبرې دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "په دوه سناریوګانو خبرې وشوې: د ایران او د متحدینو لخوا همغږی ځواب او یا د هره ډلې لخوا انفرادي غبرګونونه."

د سورې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې له برید وروسته چې پړه یې پرا اسرائیل واچول شوه، ایرن د اپریل په میاشت کې په لومړي خل د اسرائیل په خاوره د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو مستقیم برید وکړ.

امریکايي ځواکونو له اسرائیل سره ددغه برید په وړاندې په خپله دفاع کې مرسته وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG